ads

اجرائيه رئيس له صرافانو د كاربنديز پاى ته رسولو غوښتنه وكړه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د صرافانو له سراسري ټولنې وغوښتل، چې خپل كاربنديز پاى ته ورسوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 سلواغه 1396
اجرائيه رئيس له صرافانو د كاربنديز پاى ته رسولو غوښتنه وكړه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د صرافانو له سراسري ټولنې وغوښتل، چې خپل كاربنديز پاى ته ورسوي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ د دې ټولنې له غړو سره د ليدنې په مهال وويل، اعتراض د هر هېوادوال مدني حق دى او حكومت مسووليت لري، چې د هغه لپاره د حل قانوني او عملي لاره پيدا كړي.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د صرافانو د سراسري ټولنې غړو اجرائيه رئيس ته د ۲۱ مواردو پېشنهادي بسته وسپارله.
عبدالله عبدالله هغوى ته ډاډ وركړ، چې معقولو او قانوني غوښتنو ته به يې پاملرنه وشي، ترڅو صرافان د قانون له مخې له زياتو اسانتياوو برخمن شي.
د هغه په وينا، د دې مسئلې د حل او د صرافانو د غوښتنو پوره كولو په هدف به د جمهور رئيس د دوهم مرستيال محمد سرور دانش له لوري د هغوى د استازو په ګډون غونډه جوړه شي.
د يادونې وړ ده، چې د صرافانو سراسري ټولنې وړمه ورځ په ټول هېواد كې كاربنديز اعلان كړ او وايي، كاربنديز به يې تر هغه وخته دوام وكړي، ترڅو چې يې د افغانستان بانك لخوا غوښتنې نه وي منل شوې.
د يادې ټولنې د مسوولينو په وينا، د افغانستان بانك د صرافانو د فعاليت لپاره يوه نوې مقرره جوړه كړې، چې په كې يې دوى ته سخت شرايط وضع كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA