د غور سيمه ييز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو له غنمو ډک څلور لېږدوونکي موټرونه له هرات – غور لويې لارې تښتولي دي.
د غور د پوليسو وياند محمد اقبال نظامي کليد ته وويل، چې دغه غنم د خوراک نړيوال پروګرام اړوند دي، چې ټاکل شوې وه، له هرات غور ولايت ته ولېږدول شي.
د نظامي په خبره، د غنمو دغه څلور موټرونه تېره شپه د وسله والو طالبانو د يوه ډلمشر مصطفی حقاني او د غور ولايت لپاره د دغې ډلې د مرستيال والي ملا احمدشاه د کسانو له لوري تښتول شوي دي.
د طالبانو ډلې تر دې مهاله اعلان نه دی کړی چې د دې خوراکي توکو له تښتولو يې هدف څه دی.
د غور د پوليسو وياند وايي، چې دوی هڅه کوي دغه ستونزه د قومي مشرانو له لارې حل کړي.
وسله والو طالبانو تر دې وړاندې هم د خوراک نړيوال پروګرام اړوند اته موټرونه له دغې لويې لارې تښتولي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ