ads

د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل بريد جنګي جنايت وبلل شو

د بشري حقونو د څار ادارې د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل بريد جنګي جنايت بللى دى.
دغې ادارې پر خپلې وېبپاڼې ليکلي، هغه چا چې د دې بريد امر کړى، له جنګي قوانينو يې سرغړونه کړې او د جنگي جنايتونو مسوول دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 سلواغه 1396
د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل بريد جنګي جنايت وبلل شو

د بشري حقونو د څار ادارې د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل بريد جنګي جنايت بللى دى.
دغې ادارې پر خپلې وېبپاڼې ليکلي، هغه چا چې د دې بريد امر کړى، له جنګي قوانينو يې سرغړونه کړې او د جنگي جنايتونو مسوول دى.
د بشري حقونو د څار اداره وايي، د كابل پر انټرکانټيننټل هوټل بريد ښيي، چې د افغانستان په جگړې کې ملکيان په قصدي ډول په نښه او له نړيوالو قوانينو په پرله پسې توگه سرغړونه کېږي.
د يكشنبې په شپه شپږو بريد كوونكو پر ياد هوټل وسله وال بريد وكړ، چې شاوخوا ۱۵ ساعته يې دوام درلود.
د كورنيو چارو وزارت د وياند نجيب دانش په وينا، په دې ډله ييز بريد كې ۱۴ بهرنيان او څلور افغانان وژل شوي، چې ۱۱ تنه يې د کام اير هوايي شرکت کار کوونکي دي.
دى وايي، په پېښه كې د شپږو پوليسو په ګډون ۱۰ تنه ټپيان شوي هم دي.
د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلو سرچينو ډول ډول ارقام وړاندې کړي او
تراوسه لا د وژل شوو كسانو كره شمېر معلوم نه دى، ځکه ځينې کسان لادرکه دي.
دا بريد، چې مسووليت يې وسله والو طالبانو منلى، په پراخه كچه وغندل شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA