د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو له يو سيمه ييز پوليس څخه سر پرې کړى دى.
د لوګر د والي وياند سليم صالح وايي، دا پېښه تېره شپه د مرکز اړوند د کتب خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي، طالبانو دغه پوليس په چل او فريب له پوستې غوښتى او بيا يې سر ترې پرې کړى دى.
ده وويل چې دغه پوليس عزيزالله نومېده او وسله يې هم طالبانو له ځان سره وړې ده.
صالح زياتوي، چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط ويلي، چې سيمه ييزو پوليسو به ډېرى وخت د کلي له دوکان څخه چرس اخيستل.
د هغه د معلوماتو له مخې، طالبانو د وژل شوي پوليس سر هم له ځان سره وړى و او بيا يې په يو لرې ځاى کې له يو ليک سره يو ځاى پر تيږه ايښى و.
سرچينه وايي چې طالبانو په دغه ليک کې سيمه ييزو پوليسو ته ګواښ کړى که دندې پرې نه ږدي نو له ورته برخليک سره به مخ شي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ