د امريکا په کلفورنيا ايالت کې يوې ښځې دوه ګوني ماشومان زېږولي، چې د دواړو ماشومانو مياشت او کال يې توپير کوي.
د ډېلي مېل وېبپاڼې په حواله، دا ماشومان بايد د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۲۷مه زېږېدلي وی، خو ۲۷ورځې وړاندې د نوي کال په شپه وزېږېدل.
لومړی ماشوم د ۲۰۱۷ کال د ډېسمبر په ۳۱مې، دشپې ۱۱:۵۸ وزېږېد او دويم ماشوم ۲۰ دقيقې وروسته د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په اوله نېټه وزېږېد.
د روغتون مسوولينو ويلي، اوس مهال ماشومان او مور يې درې واړه روغ دي او دې چمتو دي، چې کور ته لاړ شي.
دوی وايي، د ماشومانو کورنۍ حيرانه شوې، خو ډېره خوښه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ