د کلید ګروپ موندنې ښیي چې له ۲۰۰۱میلادي کال راوروسته د ماین پاکولو لړۍ له ستونزې سره مخ شوې او منابع ضایع شوي دي.
له ۲۰۰۱میلادي کال راوروسته د ماین پاکۍ ادارو له لوري تر یو ملیارد ډالرو ډېرې پیسې مصرف شوي، خو لا هم په ماینونو د پوښل شویو سیمو نږدې نیمایي برخه یې له چاڼ پاتې ده.
ماینونه او ناچاوده توکي د ټول هېواد په کچه هره میاشت ۱۹۰تنو ته مرګ ژوبله اړوي.
شواهد ښيي چې له۲۰۱۰میلادي کال راهيسې د ماین پاکۍ ادارو تر سلو ډېر موټر او نږدې ۱۸۰۰پایې هغه وسایل او سامانالات چې د ماین پاکانو د تښتول کېدو پرمهال وسلهوالو تر ګوتو کړي، لاهم اړوندو ادارو ته نه دي سپارل شوي.
که څه هم په افغانستان کې د ماین قربانیانو په اړه کومه کره شمېره په لاس کې نشته، خو د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ادارې چارواکي وایي چې لږ تر لږه ۲۶زره تنه ملګي وګړو ته ښخ شویو ماینونو مرګ ژوبله اړولې ده.
دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۶۰موسسې او بنسټونه د ماینونو د شنډولو او عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي، خو لاهم افغانستان په نړۍ کې د ماینونو د پوښښ له اړخه څلورم او د ماینونو د قرباني هېواد په توګه لومړی دی. د هېواد ډېرې سیمې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال په ماینونو وپوښل شوې. ټاکل شوې افغانستان تر ۲۰۲۳میلادي کاله پورې په بشپړ ډول له ماینونو او ناچاوده توکو پاک اعلان شي، خو د جګړې دوام او د ماین پاکۍ په برخه کې د مرسته کوونکو هېوادونو کمې مرستې، دغه هدف ته رسېدل سخت کړي دي.
د عصري ماین پاکانو کمښت
په افغانستان کې د ماينونو د پاکولو په برخه کې د روزل شویو کسانو کمښت د دې سبب شوی چې له ۲۰۰۱میلادي کال راهيسې په ماینونو د پوښل شویو سیمو د پاکولو لړۍ پڅه پاتې شي.
د ماین پاکولو د انسجام او همغږۍ ادارې د چارواکو په خبره، دم ګړۍ په هېواد کې شاوخوا زر کیلو متر مربع ځمکه په ماینونو پوښلې ده. له دغې جملې ۵۵۰ کیلومتر مربع ځمکه له ۲۰۰۱میلادي کال دمخه په ماینونه پوښلې وه او په ۴۵۰کیلومتر مربع ځمکه کې بیا له یاد میلادي کال راوروسته ماینونه ښخ کړل شوي دي.
د ماین پاکولو د انسجام او همغږۍ ادارې مشر محمد شفیق یوسفي وايي:(( له ۲۰۰۱ میلادي کال راوروسته چې کوم ماینونه ښخ شوي، یوه سیمه یې هم د ماین پاکۍ موسسو نه ده پاکه کړې.))
د هیلوټرسټ ماین پاکولو موسسې د مرکزي زون د عملیاتو برخې مسوول عبدالقهار حصاري بیا له ۲۰۰۱میلادي کال راهيسې د ښخ شویو ماینونو نه شنډولو علت په دې برخه کې د روزل شوي پرسونل نشت په ګوته کوي او وايي:((په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو کارکوونکي یوازې د هغو ماینونو د شنډولو او راایستلو په برخه کې روزل شوي چې له ۲۰۰۱میلادي کال دمخه ښخ کړای شوي.)) حصاري زیاتوي، هغه ماینونه او ناچاوده مهمات چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راوروسته ښخ او پر ځای پاتې دي، د دوی کارکوونکي یې د شنډولو تجربه نه لري.
علاوه پر دې د حصاري د استدلال مخې، هغه ناچاوده توکي او مهمات چې له ۲۰۰۱میلادي کال راوروسته کارول کېږي، د پوځي برخې اړوند دي او باید پــوځیـان یــې په خپـلــه لــه منځه یوسي، نه د ماین پاکۍ ادارې.
دم ګړۍ ۵۷ لویې او وړې موسسې چې شاوخوا ۸۰۰۰ تنه کارکوونکي لري، د ماین پاکۍ په برخه کې کار کوي. د ماین پاکولو د انسجام او همغږۍ ادارې رییس وايي: ((۷لویې موسسې دي او ۵۰ وړې همکارې ادارې د ماینونو د موندلو لپاره کار کوي.)) نوموړی زیاتوي چې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲میلادي کلونو کې په افغانستان کې د ماین پاکولو د موسسو د کارکوونکو شمېر ۱۴۵۰۰ تنو ته رسېدو چې د بودجې د کمښت له کبله اوس نیمايي ته راښکته شوی: (( په دغه ۸زره کسانو کې ۵زره ماین پاکان د ماین پاکۍ د ۷ لویو کمپنیو دي او پاتې نور یې د ناټو ماین پاکان دي.))
د ماین پاکانو تښتول
د ماین پاکولو د انسجام او همغږۍ ادارې رئیس محمد شفیق یوسفي وايي چې له ۲۰۱۰میلادي کال راپه دېخوا د ماین پاکۍ موسسو ۷۷۳ تنه کارکوونکي د وسلهډلو له لوري تښتول شوي دي. یوسفي زیاتوي چې دا شمېر ماین پاکان د قومي مشرانو په هڅو او منځګړتوب بیرته راخوشې شوي، خو د دوی وسایل او سامانالات د ماین پاکۍ ادارو ته نه دي سپارل شوي.
هغه اسناد چې کلید ګروپ د انسجام او همغږۍ له ادارې ترلاسه کړي، ښیي چې د ماین پاکانو د تښتولو ترڅنګ له ۲۰۱۰میلادي کال راپه دېخوا په ۲۹۳پېښو کې ۹۱ تنه ماین پاکان وژل شوي او ۱۲۹تنه نور ټپیان شوي دي.
همداراز ۱۲۰موټر، ۶۹ پایې کامرې، ۵۵ پایې جې پي اس دستګاوې، ۲۹۸ پایې مخابرې، ۴۶۴ماین موندونکې وسیلې، ۳۰۶ دانې محافظتي خولۍ، ۴۱۸مخافظتي واسکټونه او ۱۶۳ پایې نور ماین شنډوونکي وسایل د ماین پاکانو تر تښتولو وروسته له وسله والو سره پاتې دي.
مرګ ژوبله
له ۲۰۰۱میلادي کال راپدیخوا ترننه پورې په افغانستان کې له یو ملیارد ډالرو ډېرې پیسې په ماین پاکۍ مصرف شوې، خو لاهم هره میاشت ۱۹۰تنو ته د ماینونو له کبله مرګ ژوبله اوړي. د ماین پاکولو د انسجام او همغږۍ ادارې مشر وایي: ((په منځنۍ کچه هره ورځ ۶تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.)) د یوسفي د معلوماتو له مخې په تېرو وروستیو ۲۸ کلونو کې د ټول هېواد په کچه د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له کبله ۲۶زره زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د عامو وګړو ترڅنګ د ماینونو یو شمېر قربانیان د ماین پاکۍ موسسو کارکوونکي هم جوړوي. یوسفي وايي چې په همدغه موده کې زر تنه ماین پاکان هم د ماینونو قرباني شوي دي: (( دوی ته د دندې پرمهال مرګ ژوبله اوښتې، له دې ډلې ۱۰۰ تنه یې شهیدان شوي او ۹۰۰ نورټپیان شوي دي.))
یوسفي همدراز وايي چې ماین پاکانو په تېرو ۲۸کلونو کې ۲۰ملیونه حلقې ماینونه له منځه وړي دي.
نامعلوم پای
په ۲۰۰۳میــلادي کــال کــې وویــل شــول چــې تر ۲۰۱۳میلادي کاله پورې به د افغانستان ټولې سیمې له ماینونو پاکې شي، خو د جګړو شدت دا پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړه. ورپسې یاده موده د لسو نورو کلونو له پاره تمدید شوه، خو په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسې بیا هم ډاډه نه دي چې هدف ته به ورسېږي او که نه؟ د ماین پاکولو د همغږۍ او انسجام ادارې مشر همدغه اندېښنه لري: ((په افغانستان کې جګړه لا هم روانه ده او موږ ډاډه نه یو چې تر ۲۰۲۳میلادي کاله پورې به په بشپړ ډول په هېواد کې ښخ کړل شوي ماینونه له منځه یوړل شي.)) یوسفي وړاندې وايي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو تر لېږد وروسته د ماین پاکۍ له موسسو سره د نړیوالو همکارانو مرسته هم کمه شوې ده، هغه زیاتوي: ((امریکا، جاپان، کاناډا، انګلستان، استرالیا او اروپایي اتحادیه د ماین پاکولو موسسو عمده مرسته کوونکي هېوادونه وو چې اوس یې خپلې مرستې کمې کړې دي.))
د ماین پاکولو د انسجام او همغږۍ ادارې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د ماین پاکولو موسسو له لوري (۱،۱۲۱،۷۵۵،۰۲۱) یو ملیارد، ۱۲۱ملیونه، ۷۵۵زره او ۲۱ ډالره لګول شوي او تر راتلونکي ۲۰۲۳میلادي کاله پورې ۵۲۵ ملیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده، تر څو په افغانستان کې د ماین پاکولو پروسه پای ته ورسېږي.
Fund Received for MAPA from 2001-2017
افغانستان ته د ماین پاکولو لپاره د ورکړل شوو پیسو اندازه |
|
2001 | 15,160,387 |
2002 | 66,007,446 |
2003 | 49,397,376 |
2004 | 51,268,915 |
2005 | 71,757,859 |
2006 | 61,910,305 |
2007 | 88,882,427 |
2008 | 87,153,756 |
2009 | 98,672,718 |
2010 | 102,339,892 |
2011 | 113,177,291 |
2012 | 89,578,831 |
2013 | 61,916,886 |
2014 | 37,064,780 |
2015 | 48,915,998 |
2016 | 40,141,357 |
2017 | 38,408,797 |
Total | 1,121,755,021 |
Funds Required for MAPA for coming years 2017-2022
تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې د ضرورت وړ پیسې |
|
2017 | 110 |
2018 | 100 |
2019 | 90 |
2020 | 82 |
2021 | 75 |
2022 | 68 |
Total | 525 |
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ