د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د نيويارک په منهاټن ښار کې له چاودنې وروسته وويل، چې د کډوالو د راتګ مخه دې بايد ونيول شي.
د ځايي رسنيو له قوله، دا خبره ټرمپ د دوشنبې په ورځ له تروريستي بريد وروسته وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ښاري رېل ګاډي په تمځای کې چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې يې شاوخوا څلور تنه ټپيان شول.
پوليسو بريد کوونکی نيولی او وايي، چې نوموړی عقايد الله نومېږي، ۲۷ کاله عمر لري او په کډوالۍ کې امريکا ته ورغلی دی.
د امريکا جمهور رييس ويلي، چې دوی بايد له خپلو پولو ساتنه وکړي او په دې بايد ځان ډاډه کړي، ترڅو هغه خلک چې امريکا ته ورځي د دوی وګړو ته زيان نه رسوي.