جمهور رئيس محمد اشرف غني د قيصار – لامان حلقوي سړك د كار د پيل په مراسمو كې د ګډون په هدف نن سهار باغيس ولايت ته تللى دى.
دغه سړك له ۸۰ كيلو مټرو زيات اوږدوالى لري او څه باندې ۸۶ ميليون ډالره لګښت پرې راځي، چې د اسيا پراختيايي بانك له لوري وركول كېږي.
د بادغيس د ولايتي شورا رئيس عبدالباسط صارم كليد ته وويل، چې دا سړك به په دوو برخو كې جوړ او په دوو كلونو كې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
له جمهور رئيس غني سره په دغه سفر كې د ټولګټو چارو وزير او څو نور حکومتي چارواکي ملګري دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ