ads

د نغلو د لمريزې برېښنا د توليد مرکز د جوړېدو هوكړه ليك لاسليک شو

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حضور کې تېره ورځ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډې په پاى کې د افغانستان برېښنا شرکت او اسيايي پراختيايي بانک ترمنځ په نغلو کې د ۲۰ مېګاواټه برېښنا د توليد په ظرفيت د لمريزې برېښنا د توليد د ستر مرکز جوړولو هوكړه ليك په ارګ کې لاسليک شو.

نویسنده: sarwan
6 لیندۍ 1396

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د دې پروژې ۴۴ اعشاريه ۷۶ ميليون ډالره لګښت د اسيايي پراختيايي بانک له بلاعوضه مرستو څخه تمويلېږي، چې په کابل او ننګرهار کې د برېښنا موجوده اړتيا په قسمي ډول، خو ژر پوره کوي.
د سرچينې په وينا، د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د نغلو د لمريزې برېښنا توليد پروژه له ۳۰ څخه تر ۴۰ مېګاواټه برېښنا پورې د انکشاف او توليد ظرفيت لري، چې د تمويل په صورت کې به دغه ظرفيت ته انکشاف ورکړل شي.
افغانستان په مجموع کې له ۳۰۰ زره مېګاواټه د زياتې برېښنا د توليد ظرفيت لري، چې ۲۲۲ زره مېګاواټه يې لمريزه، ۶۶ زره مېګاواټه يې بادي، ۲۳ زره مېګاواټه يې د ابي او ۴ زره مېګاواټه يې بيوماس برېښنا ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA