ads

پاكستاني ځواکونو پر كونړ تازه د درنو مرميو ۱۳۰ بريدونه کړي

پاکستاني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر درېيو ولسواليو د درنو مرميو ۱۳۰ بريدونه کړي، چې له کبله يې ولسي خلکو ته زيانونه اوښتي دي.

نویسنده: sarwan
23 لړم 1396
پاكستاني ځواکونو پر كونړ تازه د درنو مرميو ۱۳۰ بريدونه کړي

پاکستاني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر درېيو ولسواليو د درنو مرميو ۱۳۰ بريدونه کړي، چې له کبله يې ولسي خلکو ته زيانونه اوښتي دي.
د كونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي، بريدونه د ناړۍ، دانګام او شلطن ولسواليو پر مختلفو سيمو شوي، چې په ترڅ کې يې د ځاني زيان ترڅنګ خلکو ته مالي تاوانونه اړول شوي دي.
نوموړي كليد ته وويل، د پاکستاني ځواکونو يوه توغول شوې مرمۍ د دانگام ولسوالۍ د ساونو په ساحه کې پر يوه کور لګېدلې، چې له کبله يې يو تن ټپي شوى دى.
مصمم زياته كړه، ياد بريدونه پر غرنيو سيمو شوي، چې په مهال يې د ولسونو يو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو دوه ورځو راهيسې يو ځل بيا د کونړ پر يو شمېر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو له لوري د درنو مرميو د راتوغولو لړۍ پيل شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA