ads

د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د هندي غنمو صادرات پيل شول

هند پرون د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د مرسته شوو غنمو لومړۍ جوپه را ولېږله.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو كې د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سواراج وويل، چې هېواد يې له افغانستان سره د اوږدمهاله ژمنې پر بنسټ په مهمو بنسټيزو پروژو کې مرسته کوي او دغه لېږل کېدونکي غنم افغانانو ته د هند ډالۍ ده.

نویسنده: sarwan
8 لړم 1396

هغې زياته کړه، افغانستان او هند د سوداګرۍ او اتصال ډېرې لرغونې اړيکې لري، خو د چابهار له لارې د سوداګرۍ له پرانيستو سره به دغه اړيکې نورې هم نږدې او پياوړې شي.
د سواراج په خبره، هند له افغانستان سره د ظرفيت جوړونې، بيارغونې او امنيت په برخو کې بنسټيزو مرستو ته ژمن دی او افغانستان په سيمه کې يو ښه ملګری بولي.
هندي چارواکي وايي، له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم به په شپږو پړاوونو کې د ايران له چابهاره افغانستان ته ولېږدول شي.
دا لومړی ځل دی، چې هند د سمندر او ځمکې له لارې او پر پاکستان له تېرېدو پرته افغانستان ته خوراکي توکي لېږدوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA