نامعلومو وسله والو د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ په بوره غن سيمه کې درې ديني عالمان وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی.
د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري وايي، مولوي مجيب، ملا سيف الله، ملا غلام او ملا محب الله تېره شپه د ملا عبدالقيوم په کور کې مېلمانه وو، چې له دې ډلې ملا محب ټپي شوى او پاتې درې نور ديني عالمان وژل شوي دي.
د قيصاري په وينا، د وسله والو هويت نه دى تشخيص شوى، خو لومړني معلومات څرګندوي، چې دوى له يو شمېر نورو ديني عالمانو سره پر مذهبي موضوع اختلاف درلود او ښايي د وژنې علت يې همدا وي.
هغه زياتوي، مولوي مجيب او ملګري يې د شافعي مذهب پيروان يعنې سلفيان وو او د خپل مذهب په ګټه يې تبليغ کاوه.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ