د ننګرهار د سرې میاشتې ادارې مسوولین وايي، روان کال کې ۳۵۰ تنه هغه ناروغ ماشومان يې بهر ته درملنې لپاره لېږلي، چې د زړه په ناروغۍ اخته وو.
د سرې میاشتې رییس نادر جبارخېل وویل، چې خلک دې له دې ډول ناروغانو سره د همکارۍ په هدف خپلې مرستې شریکې کړي.
په جلال اباد کې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ د پیل پرمهال مسوولینو پر هېوادوالو غږ وکړ، څو خپلې مرستې بې وزلو سره مرستې په هدف له دوی سره شریکې کړي.
د سرې میاشتې رییس وویل، چې روان کال کې د زړه په ناروغۍ اخته ۳۵۰ تنه ناروغان یې بهر ته لېږلو لپاره مرکز ته معرفي کړي دي.
نوموړي وویل، چې له یادو ناروغانو څخه تر اوسه د ۲۵ تنو درملنه شوې ده او دا مهال د بشپړه روغتیا لري.
افغاني سره میاشت هر کال په مرکز کابل او ولایتونو کې د مرستو راټولولو ځانګړې اونۍ نمانځي، چې ګڼ شمېر هېوادوال ورسره خپلې مرستې شریکوي.