ads

سوماليا کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سوماليا پلازمېنې موګادېشو کې يوې درنې چاودنې ۳۰ کسان وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.
د سوماليا ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، پېښه د يوه هوټل په مخکې د باروتو د ډکې لارۍ د چاودنې له کبله شوې ده.

نویسنده: sarwan
23 تله 1396
سوماليا کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سوماليا پلازمېنې موګادېشو کې يوې درنې چاودنې ۳۰ کسان وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.
د سوماليا ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، پېښه د يوه هوټل په مخکې د باروتو د ډکې لارۍ د چاودنې له کبله شوې ده.
په ورته وخت کې عيني شاهدان بيا وايي، د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده، ځکه ډېر کسان په چاودنه کې نادرکه شوي دي او شاوخوا ودانۍ نړېدلې دي، چې ښايي لسګونه کسان تر خاورو لاندې شوي وي.
د بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی، خو له دې مخکې موګادېشو کې د القاعده اړوند الشباب ډلې خونړي بريدونه کړي دي، چې د شته حکومت پر خلاف جګړه کوي.
پوليس هم وايي، پلټونکي په سيمه کې هڅه کوي د ځمکې لاندې خلک راوباسي.
د دوی په خبره، د ښار مدينې نومې سيمه کې د يوې بلې بمي چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA