په ترکيه کې د امريکا سفارت وايي، په دغه هېواد کې يې متحدو ايالتونو ته له کډوالۍ پرته د ټولو ويزو صادرول بند کړي دي.
دا کار په ترکيه کې د امريکا د کونسلګرۍ د يوه کار کوونکي تر نيول کېدو وروسته شوی دی.
په انقره کې د امريکا سفارت تېره ورځ وويل، د څو ورځو پېښو دا سفارت اړويست، چې د امريکايي ډيپلوماټانو او مرکزونو د امنيت خوندي ساتلو په برخه کې د ترکي حکومت ژمنې يو ځل له نظره تېرې کړي.
د رپوټونو له مخې، د امريکا د کونسلګرۍ کار کوونکی د اکټوبر مياشتې په څلورمه نېټه د ترکيې له تبعيد شوي مذهبي مشر فتح الله ګولن سره د اړيکې په تور په استانبول کې نيول شوی دی.
پر فتح الله ګولن تور پورې دی، چې د ۲۰۱۶ ميلادي کال ناکامه کودتا يې طرحه کړې وه، هغه تور چې ګولن په وار وار رد کړی دی.