ads

د کندهار والي له ايراني چارواکو سره سوداګرو ته د اسانتياوو برابرولو ژمنې ترلاسه كړې

د کندهار والي وايي، چې ايران ته يې د سفر په مهال افغان په ځانګړې توګه کندهاري سوداګرو ته د اسانتياوو برابرولو او د ايراني او افغان سوداګرو ترمنځ د همغږۍ مرکز د پرانيستلو ژمنې ترلاسه كړې.

نویسنده: sarwan
4 تله 1396
د کندهار والي له ايراني چارواکو سره سوداګرو ته د اسانتياوو برابرولو ژمنې ترلاسه كړې

د کندهار والي وايي، چې ايران ته يې د سفر په مهال افغان په ځانګړې توګه کندهاري سوداګرو ته د اسانتياوو برابرولو او د ايراني او افغان سوداګرو ترمنځ د همغږۍ مرکز د پرانيستلو ژمنې ترلاسه كړې.
د کندهار والي زلمی ويسا چې له افغاني سوداګرو او دولتي رييسانو سره يو ځای د ايران مشهد ښار ته تللی وو، هلته يې له ايراني چارواکو سره پر ګڼو موضوعاتو خبرې کړې دي.
والي په يوې خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې له ايراني چارواکو سره يې د وېزو په برخه کې د افغاني سوداګرو پر ستونزو، د سوداګرو د پانګونې پر زياتوالي، روغتيايي مرستو او ګڼو نورو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.
زلمي ويسا وويل، د افغاني سوداګرو د ويزو په برخه کې يې ستونزې ور حل کړي او اوس به هر افغان سوداګر کولای شي د ويزې تر اخيستلو وروسته د ايران په ټولو ولايتونو کې سوداګري وکړي.
د ويسا په خبره، د ستونزو د لرې والي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ د ګډې همږغۍ پر يوه مرکز هم سلا شوي او په دې اړه يې لس ماده ييزه پرېکړه ليک هم ليکلی دی.
دی زياتوي، د روغتيايي خدماتو د کيفيت د زياتوالي لپاره يوې داسې موافقې ته هم رسېدلي،چې ايران به په افغانستان کې او يا هم په خپل هېواد کې روغتيايي کارکوونکو ته زده کړې هم ورکوي.
په ايران کې د چابهار بندر تر پرانيستې وروسته تر دا مهاله ۱۶۷ افغان سوداګرو پانګونه کړې.
د کندهار والي وايي، چې ايراني چارواکو په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د ځمکو او نورو اسانتياوو تر څنګ د پانګونې په برخه کې د ۲۵ سلنه تخفيف ورکولو ژمنه هم ورکړې ده.
د والي په خبره ايراني چارواکو اجازه ورکړې چې د افغانستان مېوه د ايران له لارې نورو هېوادونو ته صادره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA