ads

د کندهار ښار په ۹مه ناحيه کې ۲ د کم تشکيل له کبله تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستل شول

د کندهار په نهمه ناحيه کې هغه دوه ښوونځي چې د څه مودې راهيسې د کم تشکيل له امله تړل شوي وو، بېرته پرانيستل شول.

نویسنده: sarwan
28 وږی 1396
د کندهار ښار په ۹مه ناحيه کې ۲ د کم تشکيل له کبله تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستل شول

د کندهار په نهمه ناحيه کې هغه دوه ښوونځي چې د څه مودې راهيسې د کم تشکيل له امله تړل شوي وو، بېرته پرانيستل شول.
د کندهار د پوهنې رئیس عبدالقادر پيوستون وایي، ياد ښوونځي په کندهار ښار کې د ۱۲ نوو – پرانيستل کېدونکو ښوونځیو د پلان يوه برخه ده، چې عملي شوه.
پيوستون د ۹مې ناحيې له اوسېدونکو څخه وغوښتل، چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي او د زده کړې د بهير په پياوړي کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.
د پوهنې ريیس وایي، د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو په برخه کې هم له خپل وزارت سره کار کوي څو د دې ستونزې لپاره هم يوه بديله لاره پيدا کړي.
د دې سيمې اوسېدونکي د يادو ښوونځيو له پرانيستېدو خوښي څرګندوي.
خو د کندهار ښار د ۹مې ناحيې اوسېدونکي د پوهنې له رياست څخه غواړي، چې د تازه پرانيستل شويو ښوونځیو لپاره د ودانيو د جوړولو چارو ترڅنګ د مسلکي ښوونکو ګومارنې ته لومړيتوب ورکړي.
د کندهار د پوهنې رياست داسې مهال د ښوونځیو د پرانيستلو لپاره په دې ولايت کې ګامونه اخلي، چې لا هم ښوونيز بهير د کندهار د اوسېدونکو او چارواکو له سختو نيوکو سره مخ دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA