ads

د اوبو بحران او نوي بندونه

په داسې حال کې چې کابل ښاريان د تر ځمکه لاندې اوبو له سخت کمښت او بحران سره مخ دي، د اوبو او برېښنا وزارت په کابل کې د اوبو پر يوه بل بند د کار پیلېدو د پلان خبر ورکوي. که څه هم د اوبو او برېښنا د چارو کارپوهان دغسې ګامونه ستايي خو کافي يې نه ګڼي او ټينګار لري چې افغان حکومت باید په دې برخه کې خپلې هڅې تېزې کړي او دغسې نور بندونه دې هم جوړ کړي، څو ترې کابل ښار ته پاکې اوبه انتقال او د اوبو د نشت روان بحران ختم شي.

نویسنده: sarwan
7 وږی 1396
د اوبو بحران او نوي بندونه

په داسې حال کې چې کابل ښاريان د تر ځمکه لاندې اوبو له سخت کمښت او بحران سره مخ دي، د اوبو او برېښنا وزارت په کابل کې د اوبو پر يوه بل بند د کار پیلېدو د پلان خبر ورکوي. که څه هم د اوبو او برېښنا د چارو کارپوهان دغسې ګامونه ستايي خو کافي يې نه ګڼي او ټينګار لري چې افغان حکومت باید په دې برخه کې خپلې هڅې تېزې کړي او دغسې نور بندونه دې هم جوړ کړي، څو ترې کابل ښار ته پاکې اوبه انتقال او د اوبو د نشت روان بحران ختم شي.
اوس مهال د کابل په ډېری سيمو کې تر ځمکه لاندې اوبه له ۵۰ تر ۱۰۰ مترو ته ټيټې شوې دي او څېړنې ښيي چې هغه هم چټلې شوې او ډول ډول مېکروبونه پکې ژوند کوي.
خو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د دغه ستونزې د مخنيوي لپاره يو شمېر پلانونه په پام کې نيول شوي او کارونه هم روان دي چې له مخې يې ټاکل شوې په راتلونکو څو مياشتو کې د کابل ښار د چهاراسياب په للندر سيمه کې د شاتوت پر بند کار پیل او ورغول شي.
چارواکي وايي، پر کابل سیند د شاه توت بند په جوړېدو سره به تر ډېره د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې، د کابل د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.
د دغه وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي وايي، د دغه بند د ډیزاین چارې وروستۍ شوي او هندوستان او نړیوال بانک چمتو دي چې پانګونه پرې وکړي.
د ده په خبره، افغان حکومت هیله من دی چې د دغه بند د جوړولو چارې ژر پیل شي: ((موږ هیله من یو چې هندوستان ژر تر ژره د رسمې تفاهم لیک له مخې، د دغې پروژې کار پیل کړي، دا پنځه کلنه او لویه پروژه ده، له هندوستان څخه مننه چې تل يې په لویو پروژو کې پانګونه کړې ده، په راتلونکو څو میاشتو کې چې له هندوستان سره رسمي مذاکرات وشي، د پروژې کار به پيل شي، ځکه چې د ډيزاین چارې یې دمخه شوې وې.))
د شاه توت بند د کابل ولایت د چهاراسیاب په ولسوالۍ کې، د کابل سیند پر یوې برخې جوړېږي.
د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، پر دغه بند ۲۳۵ میلیونه ډالر لګېږي او په ۵ کلونو کې به جوړ شي.
دغه وزارت وايي، یاد بند به ۱۵۰ متره مکعبه اوبه او له ۲ څخه تر ۵ میګاواټه برېښنا تولید کړي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د کابل بېلابېلو سیمو ته به د دغه بند د اوبو لېږد، د څښاک د اوبو په برخه کې د کابو دوه میلیونه کابلیانو ستونزې اوارې کړي.
د دغه بند د ډیزاین چارې شپږ میاشتې مخکې یوه ایراني شرکت ته سپارل شوې وې.
د دې تر څنګ د کابل ښار د اوبو ستونزې د هواري، د برېښنا د تولید او کرنيزو ځمکو د خړوبولو په هدف يو بل بند هم په بشپړېدو دی چې ښايي د کابل ښاريانو د دغه عمدې ستونزې په هواري کې مهم رول ولوبوي. د کابل اوسېدونکي به د روان کال تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې، د شاه و عروس د بند له اوبو څخه چې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې موقعیت لري، ګټه واخلي.
د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند چې۷۰ متره لوړوالی لري، ۱.۲ میګاواټه برېښنا به تولید، کابو ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه به خړوبه او کابل ښاریانو ته به د څښاک پنځه میلیونه متره مکعبه اوبه برابرې کړي.
که څه هم د ځمکې د خړوبولو، د برېښنا تولید او د څښاک اوبو د برابرولو په برخه کې دغه نوې هڅې د پام وړ دي، خو کافي يې نه شو ګڼلای ځکه د کابل ښار نفوس خورا ډېر دی او ورځ په ورځ د ډېرېدو په حال دی. حکومت باید د دغه بندونو تر څنګ د غوربند او پروان بندونو په جوړولو هم کار پیل کړي چې په کاريزميز سيمه کې موقعیت لري.
بله مهمه خبره هم د دغه پروژو د بشپړېدو وخت دی چې باید ژر تکميلې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، په افغانستان کې داسې پروژې کمې نه دي چې دوه کاله يې بشپړېدو ته ټاکل شوي وو خو اوس مهال پنځه کاله پرې تېر شوي او لا يې کار بشپړ نه دی. له همدې کبله حکومت ته ښايي چې د پاکو اوبو د نشت په برخه کې د کابل ښاريانو دې مهمې ستونزې ته په کتو دې د دغه پروژو کارونه چټک کړي، څو له يوه لوري دغه ستونزه حل شي او له بل لوري به په دغو پروژو کې سلګونه ځوانان هم په کار وګومارل شي. اخوا د کابل صنعتي سيمه هم اوبو ته جدي اړتيا لري او که چېرې اوبه ورته ورسېږي د افغانستان صنعت پیاوړی کېږي او د نورو ډېرو دندو او کارونو فرصتونه رامنځته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA