د فراه چارواکي وايي، پر سړک د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د یوه ملکي وګړي په ګډون دوه پولیس وژل شوي او یو پولیس تپي شوی دی.
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري کليد ته وويل، ياده چاودنه تېره ورځ د دې ولایت په شمال ګاه سیمه کې د پوليسو پر رېنجر موټر شوې ده.
مهري زياته کړه، وروسته له چاودنې امنیتي ځواکونو پر وسله والو طالبانو بريد کړی، چې د نیم ساعت نښتې په پایله کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او له سیمې په شا تمبول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری وخت د سړک غاړې ماين په عامو خلکو چاودنه کوي او مرګ ژوبله اړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ