ads

لوګر کې د ۳۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۲ کانالونو د جوړېدو چارې پيل شوې

د لوګر ولايت د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست له لوري د ۳۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د دوه بېلابېلو کانالونو د کار چارې پيل شوې .

نویسنده: sarwan
30 زمری 1396
لوګر کې د ۳۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۲ کانالونو د جوړېدو چارې پيل شوې

د لوګر ولايت د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست له لوري د ۳۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د دوه بېلابېلو کانالونو د کار چارې پيل شوې.
د لوګر ولايت له مقامه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو کانالونه يو يې په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۲ ميليونه افغانيو په ارزښت، چې کار چارې به يې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې او په جوړېدو به يې ۳۲۱ هکټاره ځمکه خړوبه شي.
د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا رييس عاشق الله اخلاص يار وايي، چې په دغه پروژه کې ۶۳ ورخونه ، ۳ پرچاوې ، ۳۴۰ مټره محافظوي دېوال، پلچکونه او نور اړين کارونه شامل دي.
ددې ترڅنګ دويمه پروژه د دې ولايت د برکي برک ولسوالۍ پندي کلي کې د پندې کانال په نوم سره ده، چې د ۲۶ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړېږي او په ۷ مياشتو کې به ورغول شي، چې په دې باندې به ۱۰۸۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي.
خبرپاڼې د اخلاص له قوله ليکلي، چې په دغه پروژه کې ۷۹ ورخونه ، ۹ پرچاوې ، ۳ سپر پسيج، ۲۷۰ مټره محافظوي دېوال ، سربندونه او پلچکونه شامل دي.
همدارنګه د ولسي تړون د برنامې مسوول انجنير ظفرخان وويل، چې په دې پروژو کې ۳۲۷۲ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د يادولو ده، چې د دواړو پروژو مالي لګښت د ولسي تړون برنامې د (( ای فډ )) ادارې له لوري ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ وړاندې هم د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست له لوري د سړکونو د درېيو لويو پروژو کار پيل شوی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA