ads

پکتيا کې د خپلواکۍ ۹۸ يمه کليزه د يوه علمي سيمينار له لارې ونمانځل شوه

په پکتيا کې هر کال د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو کليزه بېلابيلې ټولنې، سياسي ګوندونه او ځوانان تر ډېره په خوښيو او شعار ورکولو نمانځي، خو دا ځل د ودان افغانستان ګوند پکتيا ولايتي کمېټې په نوښت سره د دغې ورځې د نمانځنې لپاره د شاه امان الله خان د ژوند، اماني او طرزي افکارو تر عنوان لاندې علمي سيمينار جوړ کړى و.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 زمری 1396

دغه سيمينار، چې تېره ورځ له غرمې وروسته پيل شو او تر ماښامه يې دوام وکړ، ګډونوالو په کې خپلې ليکل شوې مقالې ولوستلې.
د ودان افغانستان ګوند پکتيا ولايتې کمېټې مشر نثار حبيب له کليد سره په خبرو کې وويل، له دغه کار څخه يې هدف خلک د ازادۍ په مفهوم پوهول، د خپلواکۍ د ساتلو لارې روښانه کول اود ازادۍ د مبارزينو نمانځنه ده.
نوموړي له نورو مدني ټولنو، سياسي ګوندونو او ځوانانو وغوښتل، چې ورته پروګرامونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې جوړ کړي.
د ودان افغانستان ګوند غړى نصير غورځنګ وايي، هدف يې د اماني او طرزي افکارو ترويج او د ازادۍ د سر لارو نيمګړو ارمانونو ته رسېدنه ده.
د هغه په خبره، افغانان بايد اوس په دې پوه شوي وي، چې د بهرنيانو په استخباراتي فتواوو او ويناوو ونه غولېږي، بلکې دوى د په يووالي د خپل هېواد د ابادۍ او د خلکو د هوسيانې لپاره کار وکړي.
د ودان افغانستان غړي وايي، دوى د عام خلکو د ذهنونو د روښانه کولو لپاره د روښانتيا د لکچرونو لړۍ پيل کړې، چې د پکتيا ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دوام لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA