ads

کليد (تر طالبانو وروسته افغانستان) خپرونه پيل کړه

تر طالبانو وروسته افغانستان، د كليد ګروپ د هغه نوې راډيويي خپرونې نوم دى چې تېرې يوې نيمې لسيزې ته يې د پخواني جمهوررئيس حامد كرزي، نورو پخوانيو چارواكو او شنونكو له نظره په كې هر اړخيزه كتنه كړې ده.

نویسنده: sarwan
26 زمری 1396
کليد (تر طالبانو وروسته افغانستان) خپرونه پيل کړه

تر طالبانو وروسته افغانستان، د كليد ګروپ د هغه نوې راډيويي خپرونې نوم دى چې تېرې يوې نيمې لسيزې ته يې د پخواني جمهوررئيس حامد كرزي، نورو پخوانيو چارواكو او شنونكو له نظره په كې هر اړخيزه كتنه كړې ده.
د دغه خپرونې خپرېدل د چارشنبې په ورځ د ګڼ شمېر اوسنيو او پخوانيو دولتي چارواكو، شنونكو، ليكوالانو او ژورناليستانو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ كې پيل شول او د كليد راډيو د يادې نوې خپرونې لړۍ به د راتلونكې اوونۍ د شنبې په ورځ په رسمي توګه د كليد راډيو له ۸۸ اف ايم څپو څخه پيل شي.
د DHSA او كليد ګروپ بنسټ ايښودونكي او د افغانستان لپاره د بشري او انكشافي خدمتونو د موسسې مشر شهيراحمدذهين د دغه راډيويي خپرونو د پيل په مراسمو كې وويل، كليد ګروپ له دې وړاندې هم يوه خپرونه درلوده چې هغه د تېرو څلورو لسيزو په اړه وه او د انتقالي عدالت خپرونه هم ياديږي.
نوموړي زياته كړه چې په دغه نوې خپرونه كې د دوه اويا ساعتونو راديويي خپرونو په ترڅ كې له طالبانو وروسته د افغانستان په حالاتو له چارواكو، شنونكو او نظر له خاوندانو سره بحث شوى دى.
په ورته وخت كې د جمهوررئيس فرهنګي سلاكار او نامتو ليكوال اسدالله غضنفر وايي، دغه خپرونه تربيتي بڼه هم لري او په وينا يې د بېلابېلو تاريخي پېښو په اړه مختلف نظرونه اورېدونكي او لوستونكي واقعيتونو ته نژدې كولى شي.
په همدې حال كې بل مشهور ليكوال او د ملي امنيت د شورا سلاكار نجيب منلى د كليد راډيو دغه نوې خپرونه په راتلونكې كې د تاريخ ليكوونكو لپاره تاريخي اسناد بولي او زياتوي چې په داسې خپرونو سره كولاى شو خپلو راتلونكو نسلونو فكر ته هم جهت وټاكو.
بلخوا له ازادو رسنيو څخه د ملاتړ ټولنې نى مشر صديق الله توحيدي وايي، په دې خپرونو كې له يوې خوا د ازادۍ د بيان تمثيل شوى او له بلې خوا هېوادوال كولى شي چې په تېره څه باندې يوه نيمه لسيزه كې د بېلابېلو لورو د كړنو په اړه خپل قضاوت وكړي.
توحيدي دغه خپرونې او له دې وړاندې د كليد راډيو نورو خپرونو ته په اشارې سره وايي چې كليد راډيو د هېواد د ۲۰۳ فعالو راډيوګانو په ډله كې د خپلو مختلفو خپرونو په درلودلو سره لومړۍ ځاى خپل كړى دى.
د يادولو وړ ده چې له طالبانو وروسته افغانستان د كليد راډيو د خپرونو نوې لړۍ د راتلونكې اوونۍ د شنبې له ورځې پيليږي او دغه خپرونه هره شنبه د ورځې له دوه تر درېيو بجو، هره سې شنبه د ما زيګر له څلورو تر پنځو بجو او هره پنجشنبه د شپې له يوولسو تر دولسو بجو خپريږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA