ads

خوست کې د پولیو ضد واکسیناتورانو ته موټرسایکلونه ورکړل شول

په خوست کې د روغتیايي پرمختګ او ادارې موسسې له لوري د ولسوالیو پولیو ضد واکسیناتورانو ته ۲۷ موټرسایکلونه ورکړل شول.
د عامې روغتیا مسولین وايي، چې په دې سره به یې کار کوونکي په اسانۍ د ولسوالیو لرې پرتو کلیو ته د پولیو ضد واکسین پر وخت رسوي.

نویسنده: sarwan
21 زمری 1396

د پولیو مثبت پېښې تل په لرې پرتو او هغه سیمو کې پیدا کېږي، چېرته چې د واکیسن وړل ناشونی وي او یا یې اوسېدونکي په لوی لاس ماشومانو ته له واکسین ور کړې انکار کوي.
د روغتیا برخې مسوولین وايي، د پولیو واکسین د خوست په هره برخه کې تطبیقېږي، چې اوس یې د ولسوالیو واکسیناتورانو ته موټرسایکلونه د دې لپاره ورکړل، چې پر وخت د هر چا تر دروازې ورسېږي.
د خوست مرستیال والي شېر بادشاه اورګونی وايي، د ولسوالیو یوویشت ګرځنده ټیمونو او شپږو روغتیايي مرکزونه ته یې ۲۷ موټرسایکلونه ووېشل.
د اورګوني په خبره، چې اوس به په اسانۍ د پولیو ضد څاڅکې د ولسوالیو اوسېدونکو تر دروازو وړل کېږي.
د عامې روغتیا ريیس حبیب شاه انصاري مني، چې د لرې سیمو ځینې برخو ته یې د ګوزڼ ضد واکسین په اسانۍ نه شوی رسولی؛ د ده په خبره، همدا ستونزه یې حل کېدونکې ده.
د ولسوالیو واکسیناتوران هم خوښ دي، دوی وايي، چې اوس به د واکسینو بکسونه په شا نه ګرځوي او له پلې ګرځېدو هم خلاص شول.
د خوست اړوند سپېرې ولسوالۍ ځینې کلي، چې پکتیکا سره ګډه پوله لري، تر اوولس سوه پورې ماشومانو ته د واکسین ورکړې اجازه نه ورکوله، خو مسوولین وايي، له تېرو دوو دورو راهیسې یې د قومي مشرانو په مرسته ځايي خلک د پولیو ضد واکسین تطبیق ته راضي کړي دي.
افغانستان د نړۍ له هغو درېیو هېوادونو دی، چې د پولیو مثبتې پېښې په کې څرګندېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA