ads

جمهور رئيس غني له يو شمېر افغان او ايراني سوداګرو سره وليدل

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حکومت پر اقتصادي پروګرامونو سربېره منځنۍ اسيا سره د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان نښلېدلو او چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پيلولو سره دا مهال په افغانستان کې د سوداګرۍ نوې لارې او فرصتونه برابر شوي او دا اوس د سوداګرو کار دى، چې ورڅخه ګټه پورته کړي.

نویسنده: sarwan
15 زمری 1396

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د ايران د جمهور رئيس حسن روحاني د لوړې مراسمو كې د ګډون په هدف تهران ته د سفر په مهال له يو شمېر افغان او ايراني سوداګرو سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې په دغه کتنه کې افغان او ايراني سوداګرو د ګمرک او ګمرکي تعرفو په اړه خپلې ستونزې مطرح کړې او په ځانګړي ډول يې ايران سره په پوله د نيمروز ولايت په پل ابريشم کې د ګمرکي ستونزې حل وغوښت.
جمهور رئيس غني د سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته هغوى ته ډاډ ورکړ، چې د ملي يووالي حکومت له پانګونې او سوداګرۍ ملاتړ کوي او په دې برخه کې چې هره ستونزه موجوده وي، د حل په هدف يې جدي ګامونه اخلي.
هغه له سوداګرو سره د ليدنې په وخت د نيمروز والي ته د ټيليفون له لارې لارښوونه وکړه، چې په پل ابريشم کې د سوداګرو ستونزه ژر حل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA