د افغانستان لپاره د روسيې د جمهور رئيس ځانګړي استازي ضمير كابلوف په افغانستان كې د داعش وسله والو د حضور زياتېدو ته په اشارې خبردارى وركړى، چې كه افغان حكومت او بهرنيان د دې ډلې د ځپلو برخه كې بې تفاوته پاتې شي، روسيه به ناچاره شي، چې له پوځي اقدامه كار واخلي.
روسي رسنۍ وايي، په افغانستان كې د داعش وسله والو زياتېدل او په منځنۍ اسيا كې د نفوذ په خاطر هلته د اډې جوړول د روسيې لپاره د اندېښنې وړ دي، نو افغان حكومت او بهرنيان، چې په افغانستان كې د ترهګرو د له منځه وړلو په هدف موجود دي، بايد ژر تر ژره په جدي توګه د داعش د له منځه وړلو هڅه وكړي.
د ضمير كابلوف په وينا، روسيې په ځلونو افغان حكومت ته په افغانستان په ځانګړې توګه د دې هېواد په شمال كې د داعشيانو د زياتېدو په اړه خبردارى وركړى او تمه ده، چې دغه حكومت په دې تړاو بې تفاوته ونه اوسېږي، ځكه مسكو منځنۍ اسيا ته د داعشيانو له نفوذه په اندېښنه كې دى.
نوموړى زياتوي، كه كابل په دغه برخه كې بې تفاوته پاتې شي او بهرنيان هم لاس تر زنې كېني، نو مسكو به په پوځي اقدام لاس پورې كړي.
د افغانستان حكومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.