ads

کاپيسا کې د جنايي او امنيتي پېښو ګراف ټيټ شوی

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، د تېر کال په پای کې د کاپيسا په نا امنو سيمو کې د غبار په نوم د افغان د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات پيل شول، چې څو مياشتې يې دوام وکړ او په پايله کې يې ډېرې سيمې له وسله والو پاکې شوې او لسګونو وسله والو ته يې مرګ ژوبله هم واړوله.

نویسنده: sarwan
29 چنګاښ 1396

د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، چې د غبار په نوم د افغان ګډو امنيتي ځواکونو له لوري له چاڼيزو عملياتو وروسته د کاپيسا په ټولو نا امنو سيمو کې د جنايي او امنيتي پېښو ګراف ټيټ شوی دی.
د نوموړي په وينا، اوسمهال د وسله والو ټولې هغه لارې هم تړل شوې دي، چې له کاپيسا څخه يې نورو ولايتونو ته تګ او راتک کاوه.
د يادونې وړ ده، چې هر کال به د اوړي په رارسېدو کې د کاپيسا په تګاب، اله سای او نجراب ولسواليو کې د دولت وسله والو مخالفينو له امنيتي ځواکونو سره جګړه کوله، خو اوسمهال په نوموړو ولسواليو کې امنيتي وضعيت ښه شوس دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA