ads

د ناوې ولسوالۍ په عملياتو كې امنيتي ځواكونو پرمختګ کړی

د هلمند ولايتي چارواكي د ناوې ولسوالۍ د بېرته نيولو په هدف پيل شوو عملياتو كې د پرمختګ خبر وركوي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، له تېرې ورځې راهيسې چې د افغان ګډو ځواکونو او د بهرنيو ځواکونو د هوايي ملاتړ په مټ کوم عمليات د ناوې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره پيل شوي، تر دې مهاله په كې افغان امنيتي ځواکونو ډېر پرمختګ کړى دى.

نویسنده: sarwan
25 چنګاښ 1396

نوموړي زياته كړه، چې د عملياتو په مهال وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د سلو په شاوخوا کې ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
خو ځواک دقيق ونه ويل، چې څومره پرمختګ شوى او څومره وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وينا، تراوسه پورې راپور نه دى وركړل شوى، چې افغان امنيتي ځواکونه دې د ولسوالۍ مرکز ته داخل شوي وي.
خو د ناوې ولسوالۍ اوسېدونكي وايي، چې د امنيتي ځواكونو په روانو عملياتو كې د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو كېږي.
تر دې مخكې ځينو رسنيو د امنيتي ځواكونو له لوري د ناوې ولسوالۍ د بېرته نيولو خبر وركړى و، خو وسله والو طالبانو ويلي، چې دغه ولسوالي لا هم د دوى په ولكه كې ده.
ناوه ولسوالي نهه مياشتې وړاندې طالبانو د يوې لويې جګړې په مهال تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA