ads

د کندوز وروستيو جګړو سلګونه کورنۍ له خپلو سيمو بې ځايه کړي

د کندوز وروستيو جګړو ډېری زيان عامو وګړو ته اړولی دی او په سلګونه کورنۍ يې د خپلو سيمو پرېښودو ته اړې کړې دي.

نویسنده: sarwan
21 چنګاښ 1396
د کندوز وروستيو جګړو سلګونه کورنۍ له خپلو سيمو بې ځايه کړي

د کندوز وروستيو جګړو ډېری زيان عامو وګړو ته اړولی دی او په سلګونه کورنۍ يې د خپلو سيمو پرېښودو ته اړې کړې دي.
د کندوز ښار د اړوندو سيمو ملاسردار، دم شاخ او تلوکه کې په دې وروستيو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې جګړې وشوې چې په کې سلګونه کورنۍ له خپلو سيمو ووتې او د ښار امن ځايونو ته کډه شوې چې اوس مهال په سختو شرايطو کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.
بې ځايه شوې کورنۍ وايي، چې تراوسه پورې ورسره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.
د کندوز ولايت د ولايتي شورا وکيلان مولوي خوش محمد نصرت يار او صفي الله اميري وايي، د بې ځايه شويو کورنيو شمېر سلګونو کورنيو ته رسېږي چې له څو اونيو راپه دې خوا له کومو مرستو پرته سره لمر لاندې شپې او ورځې تېروي.
د ولايتي شورا استازي په دولت باندې نيوکه کوي او زياتوي چې تراوسه پورې يې له بې ځايه شويو کورنيو سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
خو د کندوز ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس عبدالسلام هاشمي وايي، چې ددوی سروې پيل شوې او ډېر ژر به له يادو کورنيو سره اړونده مرستې وکړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د جنګ جګړو له کبله ملکي وګړو ته زيان اوړي بلکې له دې وړاندې هم د جګړې ډېرې قربانۍ ملکي وګړو ورکړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA