ads

كندهار كې پر ماشومانو ماين چاودنه شوې

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ماين چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي، تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په کلاښامير سيمه کې پر دوو ماشومانو هغه ماين چاودنه کړې ده، چې وسله والو د لارې په اوږدو كې خښ كړى و.

نویسنده: sarwan
20 چنګاښ 1396
كندهار كې پر ماشومانو ماين چاودنه شوې

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ماين چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي، تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په کلاښامير سيمه کې پر دوو ماشومانو هغه ماين چاودنه کړې ده، چې وسله والو د لارې په اوږدو كې خښ كړى و.
د دراني په خبره، په دې چاودنه كې دواړو ماشومانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
د كندهار د پوليسو وياند همدارنګه وايي، په تخته پل ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو درې تنه مشکوک وسله وال نيولي، چې اوسمهال تر پلټنو لاندې دي.
درانى زياتوي، پوليسو د شاوليکوټ ولسوالۍ په سربند سيمه کې هم هغه موټر چلوونکى نيولى، چې وسله والو مخالفينو ته يې اکمالات کول.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه د يادو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA