ads

مزارشریف کې د کامیر هوايي شرکت د ريیس زوی وژل شوی

امنيتي چارواکي وايي، د بلخ په خلم ولسوالۍ کې د ملي سوداگر او د کامیر هوايي شرکت د مسوول زمري کامګار زوی پروېز کامګار په نامعلومو دلایلو وژل شوی دی.

نویسنده: sarwan
11 چنګاښ 1396
مزارشریف کې د کامیر هوايي شرکت د ريیس زوی وژل شوی

امنيتي چارواکي وايي، د بلخ په خلم ولسوالۍ کې د ملي سوداگر او د کامیر هوايي شرکت د مسوول زمري کامګار زوی پروېز کامګار په نامعلومو دلایلو وژل شوی دی.
د بلخ د پولیسو ویاند شېرجان دراني کليد ته وويل، دغه پېښه نن سهار هغه مهال را منځته شوه، چې د زمري کامګار زوی له خپلې کورنۍ سره د دغه ولایت خلم ولسوالۍ ته د ښکار لپاره تللي وو.
نوموړي د پېښې په تړاو له ډېرو جزیاتو ورکولو ډډه وکړه، خو ويې ویل، چې دغه پېښه ښايي د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته شوې وي.
درانی ټینګار کوي، چې د پېښې په تړاو څېړنې پيل شوې دي، خو تر اوسه بشپړ معلومات نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA