ads

هرات: د اختر په شپو ورځو کې ټرافيکي پېښو ۲ کسان وژلي او ۱۶۹ تنه ټپیان کړي

د هرات سيمه ییز چارواکي وایي، د کوچني اختر په درېيو شپو او ورځو کې په یاد ولایت کې د ټرافیکي پېښو او د پلاستيکي وسلو د ډزو له کبله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۶۹ تنه نور تپيان دي.

نویسنده: sarwan
7 چنګاښ 1396
هرات: د اختر په شپو ورځو کې ټرافيکي پېښو ۲ کسان وژلي او ۱۶۹ تنه ټپیان کړي

د هرات سيمه ییز چارواکي وایي، د کوچني اختر په درېيو شپو او ورځو کې په یاد ولایت کې د ټرافیکي پېښو او د پلاستيکي وسلو د ډزو له کبله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۶۹ تنه نور تپيان دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، په یادو ټپیانو کې تر ۵۰ ډېر ماشومان او ځوانان دي، چې د پلاستیکي وسلو په ډزو او پاتې کسان د ټرافیکي پېښو له کبله ټپیان شوي دي.
ده په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې ټرافیکي پېښو کې دوه کسان وژل شوي او نور ټپيان دي.
په یاده خبري ناسته کې د هرات د والي ویاند، په شینډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د خپل منځني نښتو خبر هم ورکړ.
فرهاد وایي، تېر شپه د شینډنډ ولسوالیۍ په اړوند د (اورا ین) کلي کې د ملا ننګیالي او ملا صمد د وسله والو تر منځ نښته شوې، چې په پایله کې يې د ملا صمد دوه وسله وال وژل شوي دي.
په شینډنډ ولسوالیۍ کې ملا ننګیالی د ملا رسول د ډلې او ملا صمد د ملا هیبت الله د ډلې ستر قومندانان دي، چې کله نا کله دواړه قومندانان يو بل سره نښته کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA