په يمن کې يو شمېر سرچينې وايي، د دې هېواد په جنوبي سيمو کې د امريکا او متحده عربي اماراتو له لوري جوړو شوو شخصي زندانونو کې لسګونه يمني اوسېدونکي ساتل کېږي.
ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي، امريکايي او د متحده عربي اماراتو پوځيانو د القاعده شبکې د غړو موندلو په هدف په شخصي زندانونو کې لسګونه يمني اتباع ساتلي دي.
په خپور شوي يو بيان کې راغلي، له يمني زندانيانو امريکايي استخباراتي ادارې پوښتنې ګروېږنې کوي، خو د متحده عربي اماراتو د استخباراتي ادارې چارواکي د زندانيانو په شکنجه کولو او ربړولو تورن شوي دي.
په ورته وخت کې د امريکا د دفاع وزارت چارواکو اعتراف کړى، چې په يو شمېر زندانونو کې د دوى استخباراتي شبکې د القاعده د غړو او ځاى ځايږي په اړه له يمني زندانيانو پوښتنې ګروېږنې کوي.
په يمن کې له تېرو درېيو کلونو راهيسې کورنۍ جګړه پيل شوې، چې د دغه هېواد حوثي وسله والو سره ايران مرسته کوي او بلې ډډې ته بيا د پخواني شړل شوي جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي له جګړه مارو سره سعودي عربستان په مرسته تورن دى.