ads

د بګرام پوځي اډې ۱۰ افغان ساتونكو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پروان ولايتي چارواكي د بګرام پوځي اډې د لسو افغان ساتونكو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

نویسنده: sarwan
30 غبرګولی 1396
د بګرام پوځي اډې ۱۰ افغان ساتونكو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پروان ولايتي چارواكي د بګرام پوځي اډې د لسو افغان ساتونكو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د بګرام ولسوال عبدالشكور قدوسي كليد ته وويل، ياد كسان تېره شپه شاوخوا لس بجې كله چې په يو موټر كې د بګرام پوځي اډې په لور روان وو، د دې ولسوالۍ په شاكاه سيمه كې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري په نښه شول.
هغه زياته كړه، د مخالفينو په ډزو اته تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
په همدې حال كې د پروان ولايت د ملكي روغتون عمومي نوكريوال عبدالحنان سير قدوسي وايي، چې د پېښې ټپيان د درملنې لپاره كابل ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وينا، د پېښې له ځايه د پروان ملكي روغتون ته اته جسدونه او دوه ټپيان انتقال شوي وو.
وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى.
د يو بل خبر له مخې، پوليسو نن سهار د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې يو تن، چې پر بهرنيو ځواکونو يې د ځانمرګي بريد هوډ درلود، نيولى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA