چارواکي وايي، د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په وروستیو جګړو کې په سلکونه کورونه د لویو مرمیو او بمباریو ښکار او ویجاړ شوي دي.
د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ ولسوال امام الدین قریشي وایي، چې د جګړو له کبله په سلګونه کورنۍ له دې ولسوالۍ څخه کډه شوې او په لسګونه نور کورونه وران شوي دي.
ولسوال زیاته کړه، چې د وران شویو کورونو سروې یې پیل کړې، تر څو خبره له مرکز سره شریکه کړي.
د امام صاحب ولسوالۍ څخه د کندوز ولایتي شورا کې وکیل محمد یوسف ایوبي هم تايیدوي، چې په لسګونه کورونه ویجاړ شوي او په سلګونه کورنۍ دې ته اړ شوې دي، چې سیمه پرېږدي او امن ځایونو ته کډه وکړي.
په ورته وخت کې د کندوز ولایت والي اسدالله عمرخېل هم دا مني، چې په امام ولسوالۍ کې په لسګونه کورونه ویجاړ شوي، خو زیاتوي چې یوه ګډه کمېټه یې جوړه کړې تر څو د ویجاړ شوو کورونو سروې وکړي او زیانمنو شویو کورنیو سره اړونده مرستې ترسره کړي.
د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ جګړه تازه نه ده، چې له عامو وګړو قرباني اخلي، بلکې له دې وړاندې هم د جګړو له کبله زیات زیان ملکي وګړو ته اوښتی دی.