ads

د جلال اباد اوسېدونکي برېښنا غواړي

د جلال اباد ښاریان وایي، چې د روژې مبارکې میاشتې له پیل سره سم د برېښنا ریاست د پرچاوۍ ستونزه ډېره کړې او په هرو څلور ویشت ساعتونو کې له لس ساعته زیاته برېښنا نه وي.

نویسنده: sarwan
24 غبرګولی 1396
د جلال اباد اوسېدونکي برېښنا غواړي

د جلال اباد ښاریان وایي، چې د روژې مبارکې میاشتې له پیل سره سم د برېښنا ریاست د پرچاوۍ ستونزه ډېره کړې او په هرو څلور ویشت ساعتونو کې له لس ساعته زیاته برېښنا نه وي.
دوی وایي، چې د ننګرهار د برېښنا ریاست چارواکي په لوی لاس له یو شمېر مافیایي کړیو او د ډیزلي بریښنا له کاروباريانو سره د خواخوږۍ په پلمه دغه ډول کړنې کوي. مدني فعالان او ښاریان پر ولایتي ادارې او د برېښنا پر ریاست نیوکه کوي، چې تل یې دغه ولایت ته له اوړي وړاندې د زیاتې بریښنا د رالېږد وعده کړې، خو اوس چې کومه شته برېښنا ده هغه هم په مساوي ډول نه ده وېشل شوې.
دوی وایي، که چېرته ولایتي او مرکزي حکومت د جلال اباد ښار خلکو ته د برېښنا د پرچاوۍ او دایمي برېښنا د نشت ستونزه حل نه کړي، نو د خپل حق غوښتنې لپاره به په سترو لاریونونو لاس پورې کړي.
د ننګرهار ګمرک پخوانی رییس احسان الله کاموال له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د ختیځ ټول ولسونه له مرکزي حکومت د برېښنا د دایمي حل ترڅنګ د ډاډمن امنیت او د اقتصادي مسیر د نه بدلون غوښتنه کوي. نوموړی وایي، که د حکومت مشران د دوی غوښتنو ته ځواب ونه وایي، نو د ختیځ ټول ولسونه به له مرکزي حکومت سره خپلې اړیکې پرې کړي.
کاموال زیاتوي، نور نه شي کولای چې چوپه خوله پاتې شي او د برېښنا په برخه کې به د ننګرهار مېشتو د حق غوښتنې لپاره تر مرکزي ادارې پورې هم منډې ووهي: ((موږ له مرکزي حکومت غوښتنه کوو، چې زموږ خپل حق برېښنا دې راکړي، مستقله برېښنا غواړو او ښه په نره یې غواړو، چاته سوال او زاري نه کوو، کنه وي له حکومت سره پرېکون کوو.)) په همدې حال کې بیا د ولایتي شورا ځینې غړي هم وایي، له لومړي سره له ننګرهار مېشتو سره د نورو زياتيو ترڅنګ د برېښنا په ورکړه کې هم دوه ګونی چلند شوی او کومه راغلې برېښنا چې ده دا هم د یو شمېر فاسدو اشخاصو په ولکه کې ده. د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري کلید ته وویل، چې د ټول ننګرهار لپاره لسګونه کیلو واټه برېښنا ته اړتیا ده، خو دوی اوس د ننګرهار لپاره ټوله ۲۰ کیلو واټه برېښنا هم نه لري. زمري په ورته وخت کې په ملي شورا کې د ننګرهار استازي شخصي او قومي مسایلو ته په لمن وهلو تورن کړل او وایي، چې دوی نه غواړي مظلوم ننګرهاریان د روژې دا اوږدې او ګرمې ورځې د برېښنا په شتون کې تېرې کړي: ((له ننګرهار سره تل د مور او ميرې چلند شوی دی، موږ سلګونه کيلو واټه برېښنا ته ضرورت لرو، خو له بده مرغه اوس ټوله دېرش کیلو واټه لرو، چې دا له موږ سره ظلم دی او په دې کې هم بیا پرچاوي ښه پرېمانه وي.))
په ورته وخت کې بیا یو شمېر مدني فعالان وایي، چې د جلال اباد ښار اوسېدونکي نور د برېښنا له پرچاوۍ تر پوزې راغلي او نه شي کولای چې په ساعتونو د برېښنا د نشتون او پرچاوۍ ستونزه وزغمي.
له ننګرهاره د ځوانانو په ښوونیز پارلمان کې د دغه ولایت استازې مقدسې احمدزۍ کلید ته وویل، چې جلال اباد ښار ګڼ نفوسه سیمه ده او چې يوه شېبه هم برېښنا نه وي، په دغه ښار کې ژوند سخت دی.
نوموړې وایي، که چېرته ولایتي اداره د جلال اباد ښار د برېښنا ستونزه حل نه کړي، نو دوی به تر ملي شورا دغه ستونزه ورسوي او حتا له ننګرهار سره ټولې تړلې لويې لارې به بندې کړي: ((په پرچاوۍ کې ټول شته چارواکي لاس لري او دوی په لوی لاس غواړي، چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، که ولایتي اداره مو غم ونه کړي پارلمان ته ځو کنه وي، د کابل جلال اباد لویه لاره بندوو.)) خو د برېښنا ریاست چارواکي وایي، د برېښنا د کمښت او د وګړو د زیاتوالي له کبله دوی مجبور دي، چې په منظم او مساوي ډول درې ساعته پرچاوي ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ټولو ښاریانو ته د ۲۴ساعتونو په موده کې له ۱۲ساعتونو زیاته برېښنا ورکول کېږي. د ننګرهار د برېښنا ریاست سرپرست انجینر محمد ناصر قریشي کلید ته وویل، چې په تېر کې د ۷۲ مېګا واټه په ظرفیت د برېښنا د وېش چارې ترسره شوې، خو دوی د دې ښار لپاره اوس مهال ۲۶مېګا واټه برېښنا لري، چې د تېر کال په توپیر یې شاوخوا څلوېښت زره کورنیو ته ورکړې ده.
نوموړی وایي دوی اړ دي، څو په څلور ویشت ساعتونو کې دولس ساعته پرچاوي ترسره کړي.
دبريښنا شرکت سرپرست وایي، د بريښنا نوبتي پرچاوي په منظم او مساوي ډول ترسره کیږي او کور، فابریکې، جوماتونو او ټولو هغه سیمو ته چې د برېښنا څخه ګټه اخلي، په مساوي ډول پرچاوي ترسره کیږي: ((برېښنا کمه ده، پخوانیو چارواکو چې کومې وعدې کړې وي، هغه هسې تشې وعدې وې، موږ مجبور یو څو چې درېیم ترانسپرمر جوړېږي، درې ساعته وروسته، درې ساعته پرچاوي ولرو.))
د جلال اباد ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د برېښنا له پرچاوۍ سر ټکوي، چې د برېښنا ریاست د مسوولینو په وینا، که چېرته ښاریان غواړي، چې په منظم ډول ورته راغلې برېښنا ورسېږي، نو د روژې په مبارکه میاشت کې دې د برېښنا زیات لګښت څخه ډډه کړي، څو د پرچاوۍ ستونزه هم تر ډېره حل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA