د ايران پر پارلمان او د امام خميني پر مقبرې د بريدونو طراح د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو سره په نښته کې وژل شوى دى.
د تېرې چهار شنبې په ورځ په تهران کې پر پارلمان او د امام خميني پر مقبرې د ځانمرګو بريدونو په نتيجه کې ۱۷ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
د ايران د استخباراتو وزير محمود علوي ويلي، چې وژل شوي کس د يادو بريدونو په تنظيمولو کې لاس درلود، خو په اړه يې تراوسه ډېر جزيات نه دي ورکړي.
ايراني چارواكي وايي، د تېرې اونۍ بريد کوونکي ايراني اتباع وو، چې له داعش سره يې بيعت کړى و.
د دوى په خبره، ښايي شاوخوا زر تنه ايرانيان له داعش وسله والې ډلې سره يو ځاى شوي وي.