د هرات د لوى جومات په دروازه کې د چاودنې له كبله ۷ کسان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چاوديدونکي مواد په يوه زرنج موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي وو چې د ياد ولايت د لوى جومات په پارکينګ کې يې چادونه كړې ده.
د هرات د والي وياند وايي، چې کېداى شي د وژل شويو کسانو شمېر ډېر شي.
بل پلو د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند، عبدالاحد وليزاده وايي، چي چاودنه نن له غرمې وروسته درې نيمې بجې لوى جومات ته څيرمه دروازه کې شوې ده.
ياده سيمه له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه ده او ښايي د مرګ ژوبلې شمېر زيات شي.
تر اوسه د دغه چاودنې پړه كومې ډلې نه ده منلې.