ads

د روسيې کنفرانس او افغانستان

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر داسې مهال د روسيې په اتم امنيتي کنفرانس کې ګډون وکړ چې په افغانستان کې ورځ په ورځ جګړه په ګرمېدو ده. د روسيې د اتم امنيتي کنفرانس اصلي موضوع هم له ترهګرۍ سره مبارزه وه او دغه کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې په سيمه او په ځانګړي ډول د ډیورڼد کرښې دواړو غاړو ته ګڼې ترهګرې ډلې فعالیت لري. د روسيې اتم امنيتي کنفرانس ځکه مهم بلل کېږي چې ډېری ګډونوال يې د سيمې هېوادونه او په يو ډول نه يو ډول د ترهګرۍ له بحث سره تړلي دي. په ځینو د ترهګرۍ د مستقيم ملاتړ تورونه دي او ځينې نور بیا ترې اغېزمن دي او د ترهگرۍ په اور کې سوځي.

نویسنده: sarwan
7 غبرګولی 1396
د روسيې کنفرانس او افغانستان

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر داسې مهال د روسيې په اتم امنيتي کنفرانس کې ګډون وکړ چې په افغانستان کې ورځ په ورځ جګړه په ګرمېدو ده. د روسيې د اتم امنيتي کنفرانس اصلي موضوع هم له ترهګرۍ سره مبارزه وه او دغه کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې په سيمه او په ځانګړي ډول د ډیورڼد کرښې دواړو غاړو ته ګڼې ترهګرې ډلې فعالیت لري. د روسيې اتم امنيتي کنفرانس ځکه مهم بلل کېږي چې ډېری ګډونوال يې د سيمې هېوادونه او په يو ډول نه يو ډول د ترهګرۍ له بحث سره تړلي دي. په ځینو د ترهګرۍ د مستقيم ملاتړ تورونه دي او ځينې نور بیا ترې اغېزمن دي او د ترهگرۍ په اور کې سوځي.
که په رښتينې ډول دغه هېوادونه وغواړي چې په سيمه کې ترهګري له منځه لاړه شي، له شک پرته چې دوی پکې مهم رول لوبولای شي. د دغه کنفرانس درې مهم ګډونوال چې په افغانستان يې هم اغېز ډېر دی او د افغانستان په سیاستونو او جګړو کې ښکېل بلل کېږي، روسيه، پاکستان او ايران دي، که څه هم پاکستان او ایران له وړاندې د افغانستان له مسايلو او دلته له لاسوهنو سره دلچسپي لري او د ملي ګټو عمق يې جوړوي خو روسيه بیا د پخواني شوروي اتحاد پر مهال د افغانستان تر اشغال او دلته له ماتې خوړلو وروسته اوس اوس يو ځل بیا په منځني ختيځ سترګې خښې کړې دي. په وروستیو کې په دغه هېواد تور پورې کېږي چې ګواکې د داعش ډلې د نفوذ د مخنيوي او نورو اهدافو لپاره د وسله والو طالبانو سره اړيکې لري او له دغه ډلې سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کوي، خو دغه هېواد يوازې له وسله والو طالبانو سره اړيکې تایید کړې او د مرستې په تړاو راپورونه يې ناسم بللي دي. په هر حال له همدې کبله دغه هېوادونه د افغانستان په سوله او امنیت کې خورا ډېر رول لري او که په رښتيني ډول وغواړي کولای شي په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.
اوس مهم بحث همدا دی چې په دغه کنفرانس کې ګډونوالو هېوادونو ته د افغانستان پیغام څه و او افغانستان څه ډول کولای شي له دغه ډول کنفرانسونو مثبته ګټه پورته کړي. حنیف اتمر په دغه کنفرانس کې په خپلو خبرو کې له ټولو هېوادونو وغوښتل څو په ګډه له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي.
خو ايا روسيه، پاکستان، ایران او نور هېوادونه چمتو دي چې د افغانستان دغه غوښتنې ومني چې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره رښتينې مبارزه وکړي، ښايي اوس مهال دغه ځواب سخت وي ځکه که رښتيا هم روسيه، پاکستان، ایران او د سيمې نور هېوادونه په رښتيني ډول وغواړي په سيمه کې ترهګري له منځه لاړه شي ښايي دغه کار له څو اوونيو وانه وړي، خو داسې ښکاري چې تر دې مهاله دا هېوادونه دغسې کوم پلان نه لري. ځکه تر دې وړاندې دې هېوادونو په افغانستان کې دوه مخي سياستونه تعقیب کړي دي او هغه ډول یې د افغانستان حکومت ته هم د يوه مرکزي او ولسواک حکومت په سترګه نه دي کتلي چې نړیوال اصول يې اېجابوي. په ځلونو د افغان حکومت له لوري له روسيې د درنو وسلو غوښتنې شوې، خو هغه ډول مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی چې هیله يې کېږي او تر دې مهاله هم موضوع له کلاشينکوفونو او مرميو پورته نه ده تللې. له بل لوري يو شمېر افغان کارپوهان بیا اوس مهال د کابل او مسکو اړيکې هم ښې نه يادوي او دوی ټينګار کوي چې په مسکو امنيتي کنفرانس کې د افغان چارواکو ګډون يوازې د اړيکو ساتلو لپاره دی، نو ښايي کوم عملي اړخ ونه لري.
په هر حال اوس مهال تر ټولو مهم بحث د افغانستان د بهرنۍ ديپلوماسۍ په تړاو دی او هغه داسې چې تر دې مهاله هم د افغانستان حکومت نه دی توانېدلی د سيمې هېوادونو ته څرګنده کړي چې په افغانستان کې تر ټولو قانوني او ولسواک ادرس د افغانستان مرکزي حکومت دی او د نورو ډلو ټپلو له عينکو د افغانستان لیدل تېروتنه ده.
په وروستیو کې په روسيې دغه شکونه پیاوړي شوي چې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي او په يو شمېر سيمو او د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته دغسې پوځي افسران هم لیدل شوي چې ګومان کېږي روسان دي او د افغان طالبانو د روزنې او تجهيز په برخه کې کار کوي. له دې کبله افغان حکومت ته ښايي چې خپله بهرنۍ ديپلوماسي قوي کړي او د سيمې هېوادونو ته څرګنده کړي چې په افغانستان کې تر ټولو قوي او قانوني ادرس د افغانستان حکومت دی او که روسيه له داعش ډلې اندېښنه لري، نو د افغانستان له حکومت سره دې مرسته وکړي چې د دغه ډلې مخه ونيسي. دا به له يوې خوا د نورو وسله والو ډلو د قوت سبب نه کېږي او له بل لوري به په افغانستان کې د يوه قانوني ولسواک حکومت د پیاوړي کېدو سبب شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA