ads

اجرائيه رئيس د برېښنا برخه كې د هرات د خلكو د ستونزې پر حل ټينګار وکړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس د برېښنا شركت له مشرتابه پلاوي سره په ليدنه كې د برېښنا د بيې لوړوالي په اړه د هرات ولايت د خلكو شكايتونو ته د رسېدو امر وكړ.

نویسنده: sarwan
7 غبرګولی 1396
اجرائيه رئيس د برېښنا برخه كې د هرات د خلكو د ستونزې پر حل ټينګار وکړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس د برېښنا شركت له مشرتابه پلاوي سره په ليدنه كې د برېښنا د بيې لوړوالي په اړه د هرات ولايت د خلكو شكايتونو ته د رسېدو امر وكړ.
د اجرائيه رياست د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې په دې غونډه كې هرات ته د برېښنا شركت د تللي پلاوي رپوټ او د برېښنا د بيې لوړوالي له كبله د دې ولايت د خلكو شكايتونه وڅېړل شول.
په ياده غونډه كې د برېښنا شركت مسوولينو هرات ته د لېږل شوي پلاوي موندنې او حل لارې يې او هلته د برېښنا ستونزې د حل لپاره لنډ مهاله او اوږد مهاله طرحې اجرائيه رئيس ته وړاندې كړې.
عبدالله عبدالله د برېښنا شركت ته امر وكړ، چې د دې رپوټ او د هرات د خلكو د شكايتونو پر بنسټ دې له ولايت مقام سره په همغږۍ په ياد ولايت كې د برېښنا ستونزه حل كړاى شي.
په همدې حال كې د برېښنا شركت مسوولينو په ځينو مواردو كې د ستونزو منلو ترڅنګ ژمنه وكړه، چې د هرات د خلكو شكايتونو ته به په جدي توګه رسيدګي وكړي او د هغوى ستونزه به حل كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د هرات اوسېدونكو له تېرو څو ورځو راهيسې د برېښنا د بيې لوړېدو له كبله په لاريون لاس پورې كړى او د خپلې دې ستونزې د حل غوښتونكي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA