ads

کندهار کې ماين چاودنې ۳ تنه عام وګړي ووژل

چارواکي وايي، نن سهار نږدې لس بجې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې درې تنه عام وګړي وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.

نویسنده: sarwan
2 غبرګولی 1396
کندهار کې ماين چاودنې ۳ تنه عام وګړي ووژل

چارواکي وايي، نن سهار نږدې لس بجې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۷ تنو عامو وګړو  ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، د میوند ولسوالۍ په کلان کیچې سیمه کې د ملکي وګړو پر ټراکټور ډوله موټر ماین چاودنه کړې، چې په کې درې تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.
د خپلواک په خبره، دغه ماین د وسله والو له لوري امنیتي ځواکونو ته ځای پر ځای شوی و، چې پر ملکي وګړو يې چاودنه کړې.
ددې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
خو د يادونې وړ ده، چې د سړک غاړې ماینونه ډېری وخت پر عامو خلکو چاودنه کوي او د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو لوی علت ګڼل کېږي، چې لاهم د عامو خلکو ژوند ګواښي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA