ads

محمد حنيف اتمر مسكو ته رسېدلی

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د روسيې د ملي امنيت د سلاکار نيکولاى پتروشف په بلنه د لوړ رتبه امنيتي مسوولينو په اتم کلني امنيتي کنفرانس کې د ګډون په هدف تېره ورځ ناوخته روسيې ته ورسېد.

نویسنده: sarwan
2 غبرګولی 1396
محمد حنيف اتمر مسكو ته رسېدلی

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د روسيې د ملي امنيت د سلاکار نيکولاى پتروشف په بلنه د لوړ رتبه امنيتي مسوولينو په اتم کلني امنيتي کنفرانس کې د ګډون په هدف تېره ورځ ناوخته روسيې ته ورسېد.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه کنفرانس به په مسکو کې د ۲۵ هېوادونو د لوړ رتبه امنيتي مسوولينو په ګډون د دوو ورځو لپاره دوام وکړي.
د کنفرانس غړي هېوادونه به د نورو سيمه ييزو موضوعاتو ترڅنګ په سيمه او افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش ډلې د فعاليتونو پر مخنيوي بحث وکړي.
تمه ده، چې د کنفرانس ګډونوال د ترهګرۍ په وړاندې د ګډې مبارزې په هدف د ګټورې ستراتېژۍ رامنځته کولو لپاره او د ترهګرو ډلو خلاف د همغږو اقداماتو په اړه د سيمه ييزې اجماع په چوکاټ کې يو لوړ هوكړو ته ورسېږي.
ټاکل شوې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د کنفرانس په څنډه کې پر روسي چارواکو سربېره د چين، ايران، ازبکستان، قزاقستان او تاجکستانو هېوادونو د ملي امنيت له سلاکارانو سره پر دوه اړخيزو اړيکو او امنيتي همکاريو خبرې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA