ads

د جلال اباد ښاریان ښاروالي په ناغېړۍ تورنوي

د جلال اباد ښاروالۍ له لوري داسې مهال د بېلا بېلو واټونو د پاکوالي کمپاين دوام لري چې د دغه ښار اوسېدونکي بیا د ښاروالۍ په چارواکو تور لګوي چې د ښار په پاکولو کې ناغېړي کوي.

نویسنده: sarwan
2 غبرګولی 1396
د جلال اباد ښاریان ښاروالي په ناغېړۍ تورنوي

د جلال اباد ښاروالۍ له لوري داسې مهال د بېلا بېلو واټونو د پاکوالي کمپاين دوام لري چې د دغه ښار اوسېدونکي بیا د ښاروالۍ په چارواکو تور لګوي چې د ښار په پاکولو کې ناغېړي کوي.
د جلال اباد ښاریان او هټۍوال وایي، د ښاروالۍ چارواکي په خپلو کارونو کې پاتې راغلي او په لوی لاس غواړي، چې په دغه برخه کې خپله پړه پر ښاریانو او سړک سر پلورونکو واچوي.
ښاریان وایي، د ښاروالۍ چارواکي له یوه لوري د ښار تنظیم کمپاین ترسره کوي، خو له بل لوري بیا د سړک سر پلورونکي بېرته سړکونو او واټونو ته راګرځي.
د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیم او مراقبت امریت مرستیال حضرت علي اغا له کلید سره په خبرو کې وویل، چې د دوی پرسونل هره ورځ په ښار کې د جادو او پیاده لارو د خلاصون کمپاین ترسره کوي، خو خلک قانون ته ژمن نه دي او بېرته خپلسري کوي.
په همدې حال کې یو شمېر هټۍوال وایي، د ښار پاکوالی د ښاروالۍ تر څنګ د ټولو ښاریانو دنده ده او باید پاکوالي او منظموالي ته یې جدي پام وکړي.
د دغو ګډونوالو له ډلې مسافر کلید ته وویل، دوی چمتو دي، چې هر وخت له ښاروالۍ سره په دې ډول کمپاینونو کې برخه واخلي، خو په دې شرط چې نمایشي نه، بلکې په واقعي ډول کار ترسره شي.
مسافر زیاتوي، تر هغې چې د جلال اباد ښار پراختيايي پلان عملي نه شي او ښار هر لوري ته پراخ نه شي، شونې نه ده چې د روانو ستونزو او خپلسريو مخه ونیول شي: ((دا ښه کمپاین دی، خو په دې شرط چې عملي شي، نه دا چې تش په نوم وي، خلک دې هم خپل ښار د خپل کور په څېر وګڼي نه په تش نوم.)) له بل لوري یو شمېر ښاریان او عام وګړي دغه ډول کمپاینونه که څه هم په نسبي ډول ګټور بولي، خو وایي، چې په ټوله کې دغه ډول چارې نمایشي دي او په لوی لاس د ښاروالۍ کارکوونکي د ښار بې نظمۍ ته لاره هواروي.
ښاریان وایي، که چیرته دغه ډول کمپاینونه دوامداره وي نو خلک مجبورېږي، چې د ښار د پاکوالي تر څنګ د ښار تنظیم ته هم جدي پام وکړي.
دوی د ښار په بې نظمۍ او ناپاکۍ کې هټۍ وال او د ښاروالۍ چارواکي پړه بولي چې له سړک سر پلورونکو پيسې ټولوي او اجازه ورکوي چې په واټونو او سړکونو ودرېږي: ((موږ له ښاروالۍ هېڅ راضي نه یو، له سړک سر پلورونکو پیسې اخلي او اجازه ورکوي چې د سړکونو منځ کې ودرېږي، دا داسې کمپاين نه دی چې خلک ترې خوشاله شي، بس کثافات راوباسي او بیا یې پر وخت نه وړي.))
خو د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیم او مراقبت مرستیال دا ردوي، چې ګواکې دوی دې د ښار په پلو لارو کې له سړک سر پلورونکو پيسې اخلي.
نوموړي د کلید د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، که چېرته د ښاروالۍ په مامورینو څوک یوه روپۍ هم ثبوت کړي، چې له خلکو یې رشوت اخیستی وي، دوی به خپل کارکوونکي عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري: ((ښاروالي چې له خلکو پیسې اخلي، نو بیا ولې کمپاین ترسره کوي، زه دا ردوم که چا یوه روپۍ هم د ښاروالۍ پر مامور ثبوت کړه چې اخیستل شوې، زه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کوم.))
په جلال اباد ښار کې د ښار پاکوالي دا کمپاین داسې مهال ترسره کېږي، چې د کارپوهانو په باور ډېر کله دغه ډول کمپاینونه نمایشي رنګ لري او د ښار له تنظيم او پاکوالي سره يې مرسته نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA