ads

پوليسو غني خېلو کې زرګونه كيلو ګرامه امونيم نايټرېټ سره نيولې

پوليسو د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره په ۱۲۵ بوجيو کې ځاى په ځاى شوې ۶۲۵۰ کيلو ګرامه امونيم نايټرېټ سره نيولې ده.

نویسنده: sarwan
1 غبرګولی 1396
پوليسو غني خېلو کې زرګونه كيلو ګرامه امونيم نايټرېټ سره نيولې

پوليسو د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره په ۱۲۵ بوجيو کې ځاى په ځاى شوې ۶۲۵۰ کيلو ګرامه امونيم نايټرېټ سره نيولې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ له لوري کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، پوليسو يې تېره شپه د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو سيمه کې په يوه پاکستاني پلېټ لرونکي موټر کې بار ۶۲۵۰ کيلو ګرامه امونيم نايټرېټ، چې د چاودېدونکو توکو په جوړښت کې ترې استفاده کېږي، نيولي دي.
سرچينه وايي، ياد مواد په ډېر مهارت د کور په سامان کې په ۱۲۵ بوجيو کې ځاى په ځاى شوي وو، چې په تړاو يې يو تن نيول شوى او اوس مهال ترې پوښتنې روانې دي.
د تورخم – جلال اباد د لويې لارې ساتونکي پوليس دا مواد په داسې حال کې نيسي، چې له دې وړاندې هم سلګونه کيلو ګرامه امونيم نايټرېټ نيول شوي، خو د باوري سرچينو په وينا، راوړونکي يې له څه ځنډ وروسته بېرته خوشې شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA