ټاکل شوې نن د سپين بولدک – چمن لارې د بيا خلاصېدو په اړه په کابل کې افغان او پاکستاني چارواکي په خپلو کې غونډه وکړي.
جيو نيوز ټلويزيوني شبکې د پاکستاني چارواکو له قوله ويلي، چې د دغه هېواد يو لوړپوړى پلاوى به له افغان چارواکو سره د سپين بولدک – چمن سيمه کې د راپورته شوې لانجې په اړه هم خبرې وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ پر فرضي کرښه د سپين بولدک – چمن پر پوله تر شخړې وروسته د اوولسمې ورځې لپاره ياده لار د سوداګرو او مسافرو پر مخ تړلې ده، چې د پولې دواړو غاړو پرتو خلکو ته يې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي.
پاکستاني چارواکو ويلي، چې په دې اړه خبرې يې د امريکايي چارواکو په منځګړيتوب پيل کړې دي.
افغان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.