ads

كابل ښار كې د يوې بهرنۍ موسسې پر مېلمستون وسله وال بريد شوی

نامعلومو وسله والو د كابل ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند دارالامان سيمه کې د يوې بهرنۍ موسسې پر مېلمستون بريد كړى دى.

نویسنده: sarwan
31 غویی 1396
كابل ښار كې د يوې بهرنۍ موسسې پر مېلمستون وسله وال بريد شوی

نامعلومو وسله والو د كابل ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند دارالامان سيمه کې د يوې بهرنۍ موسسې پر مېلمستون بريد كړى دى.
د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش وايي، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا يوولس نيمې بجې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، وسله والو يوه المانۍ ښځه او د هغې يو افغان ساتونکى وژلي او يوه فنلنډۍ مېرمن يې تښتولې ده.
دانش زياتوي، چې يادې بهرنۍ مېرمنې د Mercy موسسې کارکوونکې وې.
د نوموړي په خبره، پوليسو په دې اړه څېړنې پيل كړې دي.
د دغه بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په داسې حال كې ده، چې د تېر لمريز كال په زمري مياشت كې هم له دارالامان سيمې څخه د افغان – امريكايي پوهنتون دوه بهرني استادان وتښتول شول، چې تراوسه پورې د وسله والو طالبانو په ولكه كې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA