ads

جلال اباد: د انګېزې شينوارې په ښوونځي کې د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، جلال اباد ښار کې یې د انګېزې شینوارې د ښوونځي په انګړ کې د تدریس لپاره د یوې نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودله.

نویسنده: sarwan
31 غویی 1396
جلال اباد: د انګېزې شينوارې په ښوونځي کې د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، جلال اباد ښار کې یې د انګېزې شینوارې د ښوونځي په انګړ کې د تدریس لپاره د یوې نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودله.
د ننګرهار والي کلاب منګل نن په دغو مراسمو کې وویل، چې له پاکستان او ولسوالیو څخه د راغلو کډوالو لپاره یې د جلال اباد ښار په مجبور اباد سیمه کې د شهیدې انګېزې شینوارې په ښوونځي کې د یوه درسي تعمیر د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودله.
نوموړی وایي، یاده ودانۍ به د UNHCR ادارې له لوري د ۱۸۰ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت په یوه پوړ کې د لسو میاشتو په موده کې جوړه شي.
نوموړی وایي، یاد تعمیر په ۸ بېسوې ځمکه کې جوړېږي، چې ۱۲ خونو په درلودلو سره به ۱۶۰ سېټه مېز او څوکۍ هم په کې ځای شي.
په جلال اباد ښار کې د انګېزې شینوارې د ښوونځي لپاره دا ودانۍ په داسې حال کې جوړېږي، چې د دغه ښوونځي د مسوولینو د معلوماتو له مخې د ۱۰۰۰ تنو راغلو کډوالو زده کوونکو په ګډون اوس مهال په یاد ښوونځي کې ۹۰۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د تعمیر نه د درلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA