ads

د افغان سینما بنسټګر

د کابل پوهنتون، افغان فلم، ګوېته انستیتيوت، نمارسانه، برېتېشکنسل، سينمايي علومو او هنراکاډمي له لوري د (ستاينه او مننه) پروګرام له لارې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي په تالار کې د هېواد د سينما وتلی ستوری ممنون مقصودي وستايل شو.

نویسنده: sarwan
18 غویی 1396
د افغان سینما بنسټګر

د کابل پوهنتون، افغان فلم، ګوېته انستیتيوت، نمارسانه، برېتېشکنسل، سينمايي علومو او هنراکاډمي له لوري د (ستاينه او مننه) پروګرام له لارې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي په تالار کې د هېواد د سينما وتلی ستوری ممنون مقصودي وستايل شو.
په دې غونډه کې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي د سينما د څانګې امر ذبيحالله نبيپور وويل، دوی د هېواد د لوی هنرمند ممنون مقصودي ستاينه وړ وګڼله. هغه زياته کړه چې مقصودي په افغانستان کې د سينما بنسټکېښود او د کونډې زوی په فلم کې یې په کار کولو سره وښوده چې افغانان د فلم په جوړولو او تمثيل کې ښه استعداد لري: ((مقصودي په خپل هېواد او خلکو مين دی، اووه کاله کېږي، مقصودي د ښکلو هنرونو پوهنځي د سينما په څانګه کې درس ورکوي، خو تر اوسه چا د موټر کرايه هم نه ده ورکړې، دا يوازې مينه ده بل څه نه دي.)) د لوړو زدهکړو په برخه کې د جمهور رييس سلاکار او د کابل پوهنتون استاد حميدالله فاروقي هم د مقصودي کارونه وستايل: ((د دې غونډې له جوړوونکو نړۍ مننه کوم، مقصودي په خپل ښه هنر سره د خلکو په زړونو کې ځای لري. هغه په سختو ورځو کې د کونډې زوی فلم په جوړولو سره ټول هېوادوال خوشاله کړل او خلکو ته يې يو ښه پیغام ورکړ.)) ورپسې د کابل راډيو ټلويزيون پخوانۍ وياندې سهیلا اصغري وويل، مقصودي داسې شخصيت دی چې مينه او محبت يې په سترګو چلند او خبرو کې له ورايه څرګندېږي: ((هغه يوازې د فلم او هنر له لارې نه بلکې د خپل چلند له لارې هم د ټولو هېوادوالو او زموږ په زړونو کې ځای لري.))
د دريځ د وياند له لوري خپله مقصودي ته د خبرو بلنه ورکړل شوه ويې ويل باور يې نه کېږي غونډې ته يې دې دومره ډېر کسان راغلي وي: ((څه چې ډېر راته مهم دي، هېڅکله هم د هغو کسانو نه هېرول دي، کومو چې د هنر په برخه کې مرسته راسره کړې ده. له خپلو ټولو درنو ښوونکو نړۍ مننه کوم چې زه يې تر دې ځايه رارسولی يم.)) نوموړي زياته کړه، دیارلس مياشتې يې د شادګل په رول کې ژوند کړی: ((د دې رول د زدهکړې لپاره په ډېرو کليو او کوڅو وګرځېدم، تر دې چې د کليوالي ژوند ډېر مهارتونه او عادتونه مې زدهکړل، د هغه کس درد او غم مې عملاً وليد چې يوازې يوه مور او کور کې يوه غوا ولري، موږ په سلګونو شادګلان وينو چې له ورته ستونزو سره مخ دي.)) مقصودي يوازې د شادګل په فلم کې نه دی لوبېدلی هغه ۱۵کاله د ((نوي کور نوي ژوند)) په ډرامه کې رحيمداد و چې يوازې يو زوی او څو پسونه لري، ممنون وايي: ((اوس څوک په رحيمداد غاښ نه باسي، څوک ماشوم نه پرې سنتوي او په ټولنه کې له ډول ډول ستونزو او رنځونو سره مخ وي، هغه د ټولنې يو بې برخې پاړکی دی. په دې رول کې مې بې ساري دردونه وليدل.)) مقصودي د سينما او هنر په برخه کې ټولو نوو قدم اېښودونکو ته وايي چې تمثيل يوازې د ږيري تورول، سپينرنګ ورکول، يا هم د جامو بدلون او د بدن حرکات نه دي، په تمثيل کې باید احساسات او عواطف شريک کړل شي، هغه وخت بیا کولای شي ښه تمثیل وکړي.
ورپسې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو سلاکار سيد جعفر راستين د دې وزارت په استازولۍ د ښاغلي مقصودي کارونه وستايل. هغه زیاته کړه چې دوی به يې هم د يوې غونډې په ترڅ کې وستايي. د ((ستاينې او مننې)) کمېټې ښاغلي مقصودي ته ستاينليک او د غوره هنرمند مډال ورکړ، همداراز د يونسکو موسسې هم مقصودي ته ستاينليک ورکړ.
ممنون مقصودي د مولانا شاه مقصود زوی چې په ۱۳۴۵لمريز کال په کابل کې زېږېدلی، له ابن سينا ليسې فارغ شوی، دا چې له پوځ سره يې ډېره مينه لرله، څلور کاله يې د کورنيو چارو وزارت په تبليغاتي مرکز کې دنده لرله. ورپسې مقصودي د لوړو زدهکړو لپاره د کابلپوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې تياتر ولوست. فراغت ته يې يو سمستر پاتې و چې په کابل کې جګړو زور واخيست. اړ شو زدهکړې پرېږدي او پېښور ته کډه وکړي. په پېښور کې یې د بي بي سي راډيو له نوي کور نوي ژوند ډرامې سره کار پيل کړ. په کابل کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بېرته کابل ته راستون شو او خپلو هنري کارونو ته يې ادامه ورکړه. هغه درې زامن او يوه لور لري. مقصودي د ملي راډيو ټلوېزيون په سلګونو پرلپسې داستانونو کې تمثيل کړی. د دې ټلوېزيون د پروګرامونو، ډرامو او تمثيلي ټوټو د توليد په برخه کې یې کار کړی. د بي بي سي راډيو په نويکور نوي ژوند ډرامو کې یې ۱۵کاله د تمثيل او لارښوونې په برخه کې کار کړی. هغه همداراز د ورېښم مجلې مسولمدير پاتې شوی، د غضنفربانګفرهنګي مسول، د کليد راډيو د پروډکشن مسوول، د شمشاد ټلويزيون د خپرونو مرستيال، د ښکلو هنرونو د پوهنځي د سينما د څانګې استاد، د کيسې په اکاډمۍ کې د کيسې ويلو، د بیان د فن، نطق او د شعر دکلمې استاد پاتې شوی.
مقصودي، په کونډې زوی، تنکۍ هڅې، عزت، پرانستې غېږ، پښېماني، زهر، نيلوفر در باران، خاک و مرجان، ايتوپيا، نامه یی به رییس جمهور فلمونو او د پت، وارخطا خسر، د صادراتو شرکت، عشق و وظيفه، یاغيان او د کميدی اشتباهات ډرامو کې کار کړی دی.
هغه د ابولقاسم فردوسي د رستم و سهرابکتاب، د پوهاندسيد بهاوالدین مجروح ځانځاني ښامار، د استاد پسرلي زهره، د غفور لېوال ارشاک او اوشاش، هوسۍ، لام او الينو، د مهدي سهيلي طلوع محمد، بیا باهم بګريیم، اولين غم و اخرین نګاه، لحظهها و خاطرهها او د اسحاقننګيال سيندونه هم مري شعريکتابونه په بشړه توګه دکلمه کړي دي. همداراز يې د پيرمحمد کاروان، کمالالدين مستان، سحرګل سحر، مولانا جلالالدين محمد بلخي، نيما پوشيج، احمد شاملو، فروغ فرخزاد، رحمان بابا، خوشالخان بابا، امیرکروړ، مولانا شاهمقصود ګرم، خانم خراب، نظرمحمد هندي او صديقالله بدر ځينې شعرونه هم دکلمه کړي دي.
ممنون مقصودي، هند، پاکستان، تاجکستان، ايران، ترکيې، جرمني او انګلستان ته هنري سفرونه کړي دي او اوس هم په کابل کې په خپلو هنري کارونو بوخت دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA