ads

په اچين د لوی بم کارولو اصلي کيسه

د روان لمريز كال د وري مياشتې په ۲۴مه نېټه د ننګرهار ولایت د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي يوه درانه غږ او د ځمکې پرله پسې ټکانونو ووېرول. څو ساعته وروسته د ملي او نړیوالو رسنیو د سر خبر همدا وو چې د افغانستان په ختيځ کې د داعش پر لويو سمڅو امريکا د نړۍ تر ټولو ستر د دوی په وينا غیراټومي بم وکاراوه.

نویسنده: sarwan
16 غویی 1396
په اچين د لوی بم کارولو اصلي کيسه

د روان لمريز كال د وري مياشتې په ۲۴مه نېټه د ننګرهار ولایت د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي يوه درانه غږ او د ځمکې پرله پسې ټکانونو ووېرول. څو ساعته وروسته د ملي او نړیوالو رسنیو د سر خبر همدا وو چې د افغانستان په ختيځ کې د داعش پر لويو سمڅو امريکا د نړۍ تر ټولو ستر د دوی په وينا غیراټومي بم وکاراوه.
د دومره ستر بم استعمال په ټيټه کچه د عامو افغانونو او په لوړه کچه د افغان سياستوالو ګڼ غبرګونونه راوپارول. که څه هم امريکا ادعا لري چې په دې سيمه کې يې د داعش وسلهوالې ډلې مرکز او لويې سمڅې له منځه وړې دي، خو د سيمې خلکو کلید ته ويلي، دغه سمڅې داعش نه وې کيندلې بلکې کان کيندونکو د معدني توکو د راایستلو لپاره جوړې کړې وې چې بیا وروسته داعش نیولې وې.
له بل لوري که څه هم افغان چارواکي ټينګار لري چې له دغه بم وروسته خلکو ته روغتيايي ستونزې نه دي پیدا شوې، خو د کلید ګروپ تحقيقې ډلې موندلې چې د نړۍ د تر ټولو ستر بم له کارولو وروسته د اچين په اسدخېلو کې خلکو ته روغتيايي ستونزې پیدا شوې دي.

بم چېرته کارول شوی؟
که څه هم امريکايي او افغان چارواکي ادعا لري چې دغه بم د داعش په اړوندو لويو سمڅو او د دوی پر مرکز غورځول شوی، خو د سيمې خلک او د افغانستان د ولسي جرګې يو غړی وايي، په دې سيمه کې کانونه وجود لري او ښايي هدف بل څه وي.
امريکايي چارواکي وايي، د بمونو مور چې نږدې ۱۰ ټنه وزن لري، د اچین ولسوالۍ په اسدخېلو کې د داعش ډلې په تر ټولو لویه قرارګاه غورځول شوی چې د ځمکې لاندې يې تونلونه ایستلي وو.
د دوی په خبره، په سیمه کې يې د داعش د تونلونو د له منځه وړلو لپاره د بمونو د مور له کارولو پرته بله لار نه لرله، ځکه دا بم په درې کېلو مترو کې د ځمکې لاندې ټولې سمڅې له منځه وړي.
اخوا د څلورمې لوا د دویم کنډک د لومړي ټولي قوماندان عبدالرحمن چې اوس په سیمه کې د همغږۍ د ټيم مشر دی، تاییدوي چې دلته په دې تنګي کې د شوکاڼو او نور کانونه شته.
خو په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي ظاهر قدیر د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وويل، د بمونو مور په داسې ځای غورځول شوې چې هلته ډېر کانونه وجود لري او د دغه کانونو د راسپړلو لپاره باید غرونو یوه قوي ضربه لیدلې وای څو پکې درز پیدا شي. د ظاهر قدیر د دې څرګندونو په تړاو مو د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وپوښت، نوموړي وویل: ((د حاجي ظاهر قدیر نظر ته احترام لرو، خو د کانونو استخراج د بم په وسیله نه کېږي.))
له بل لوري د ننګرهار د کانونو ریاست چارواکي وايي، په کومه سيمه کې چې د بمونو مور کارول شوې، دوی پکې سروې نه ده کړې او نه په دې سيمه کې جيولوجيکي تحقیقات شوي دي. د ننګرهار د کانونو رییس سید صالح شینواري کلید ته وویل، د اچين په مامندره کې یو شمېر قراردادونه لري، خو په کومه سيمه کې چې دغه بم کارول شوی د کانونو له شتون خبر نه دي. له بل لوري د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر ادعا کوي چې په ننګرهار کې د داعش ډېر مرکزونه شته، خو د دغه مرکزونو په هېڅ برخه هم بم نه دی کارول شوی: ((د دغه بم د غورځولو له ځای سره نږدې شاوخوا ۴ د داعش مرکزونه موجود دي، څوک پرې خالي يو فير هم نه کوي. پیکا او راکټ يې په اوږه اېښي وي، دومره څوک نشته چې ورته ووایي، ته چیرته روان یې؟))
په دې اړه د ملي دفاع وزارت مرستیال وياند محمد رادمنش وايي، دمګړۍ هم د ۲۰۱ قول اردو د څلورمې لوا کمانډو ځواکونه د داعش د له منځه وړلو لپاره په عملیاتو بوخت دي: ((موږ به د مامندرې د سیمې تر پاکولو پورې هلته عملیات کوو، اوس هم کله ناکله دښمن پر موږ ډزې کوي.))
له بل لوري د سيمو خلکو کلید ته وویل، په دغو سمڅو کې یوه یې د مجاهدینو له وخته راپاتې وه او نورې سمڅې ځايي کان کیندونکو له غره نه د یو ډول قیمتي خاورې د را ایستلو لپاره کیندلې وې.
دوی دا هم نه ردوي چې ګواکې ځینې سمڅې دې داعش وسلهوالو ایستلې وي، خو په وینا یې دغلته له کان کیندونکو نه ډېرې لویې سمڅې د داعش قبضې ته پاتې شوې وې او اوس هغه سیمه کې داعش وسلهوالو ولسي خلک نه پرېښودل. د اچین ولسوالۍ د مامند درې اوسېدونکي شاکر شینواري کلید ته وویل، په شینوارو کې داعش وسلهوالو زیات ظلمونه وکړل، خو په وینا یې دا ډله دومره قوي هم نه وه چې د نړۍ تر ټولو ستر بم دې پرې وکارول شي. نوموړی وایي، حکومت او امریکا کولای شول، دا وسلهوال په نورو لارو هم له منځه یوسي، اوس یې چې د بمونو مور پرې کارولې، یوازې ولسي خلکو ته یې تاوان اوښتی دی. د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش وايي چې دوی پخوا هم په اچین کې عملیات لرل، خو ضرورت و چې د داعش د دغې لویې قرارګاه د له منځه وړلو لپاره مور بم وکارول شي، د هغه په وینا اوس اوس هلته د داعش یوه بله قرارګاه هم د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې له منځه وړل شوې چې یو شمېر داعشیان په کې له منځه تللي دي. رادمنش وايي چې د مور بم په غورځولو سره داعش ډلې ته ګڼ تلفات ور اوښتي: ((له موږ سره د ۱۳ تنو قومندانانو په ګډون د ۹۶ داعشیانو د وژل کېدو ارقام شته، چې د ځینو جسدونه په پوره توګه له منځه تللي او ځینې یې ثابت دي، چې ثابت جسدونه په هماغه سیمه کې دفن شوي دي.)) خو رادمنش دا ونه ویل چې ولې دفاع وزارت دومره ژر په سیمه کې د داعشیانو د ثابتو جسدونو د ښخولو پرېکړه کړې ده او د دوی هویت څه وو؟
د اچین ولسوالۍ د مامند درې اوسیدونکی شاکر وايي، که امریکا رښتیا د داعش له منځه وړل غوښتل، نو دا بم یې باید د داعش په اصلي مرکزونو چې د ډیورنډ فرضي کرښې هغه غاړه موقعیت لري، استعمال کړی وای: ((دا بم یوازې د ازموینې لپاره استعمال شوی، ضرر یې همدې ولس ته متوجه دی، بله دا چې ۱۵ ورځې وړاندې حکومت په سیمه کې داسې تبلیغات کړي وو چې له سیمو ووځئ موږ عملیات کوو، چې خلک وتلي نو داعش کله پاتې کېږي؟ هغومره چې حکومت او امریکا وایي، داعش ته دومره تاوان نه دی اوښتی.)) شاکر شینواری وایي، د دې بم له استعمال نه وروسته خلکو ته روغتیایي ستونزې پیدا شوې دي، له شاکر سره دا شک هم دی چې په دې سیمه کې ډېر قیمتي کاڼي، قیمتي خاوره او نور مواد شته چې په وینا یې اوس ولس هم داسې انګېري چې ګواکې امریکا په سیمه کې کانونه او قیمتي کاڼي ايستل غواړي او د خلکو سترګو ته هسې د داعش په نوم خاورې ور اچوي.
د اچین ولسوالۍ بل اوسیدونکی محمد ګلاب هم د دې بم په استعمال خپه دی او وایي امریکا يوازې دلته د خپل بم ازموینه وکړه، ولس ته یې تاوان واړاوه، خو داعش ته یې هېڅ زیان نه دی رسولی.
محمد ګلاب هم کلید ته تایید کړه چې له بم نه شاوخوا ۱۵ ورځې مخکې له هلیکوپترو څخه خلکو ته شپې پاڼې غورځول شوې وې چې تاسې خپل کورونه پرېږدئ: (( دغلته سمڅې ځینې پخوانۍ دي ځینې یې اوسنۍ، داعش لومړی په غرونو راواوښتل، پخوا به هلیکوپټرې راتللې، غرونو ته به ننوتلې، ساعت دوه به ورکې وې، د عملیاتو نه مخکې یې دلته پاڼې هم غورځولې وې، د بم نه وروسته هم الوتکې راځي او دې درې ته ننوځي، نو موږ شک کوو چې دې طیارو کې به یا داعش ویستل شوی وي یا ورته اکمال شوی او یا له دې ځایه قیمتي توکي وړي.))
د دفاع وزارت مرستیال ویاند په سیمه کې د هلیکوپترو د ناستې او ګرځېدو په اړه وايي چې دا دولتي هليکوپترې وې: ((د بم پر سیمه یوازې د افغان هوايي ځواکونو او ناټو هلیکوپټرې ګرځېدې او بس.))
محمد ګلاب دا ادعا هم کوي چې د امریکا د غټ بم تر استعمال وروسته د اسد خېلو شاوخوا خلکو ته د ستوني، پوستکي او سینې ناروغۍ پیدا شوې دي.
د اچین د اسدخیلو سیمې یو اوسیدونکی چې نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي کلید ته وویل، هغه خبره چې په دې سیمه کې داعش وسلهوالو سمڅې وهلې دروغ دي او دا سمڅې ځینې یې پخوانۍ او ځینې یې د کانونو دي. دغه کس ادعا کوي، چې د لوی بم په استعمال یو داعش وسلهوال ته هم زیان نه دی اوښتی او ټول له دې سیمې وتلي وو. نوموړی زیاتوي، د بم د استعمال په سیمه کې ټول کورونه اوار شوي، ونې او بوټي سوځېدلي او هغه سمڅه چې بم پرې غورځیدلی دی، ټوله نه ده ورانه شوې، بلکې یوازې لږه ساحه یې زیانمنه شوې ده: ((دلته داعش لا هم په زور کې دی، د داعش راډیو اوس هم ښه اورېدل کېږي او پکې وایي چې د بمونو پلار دې هم راباندې راوغورځوي، پر موږ کار نه کوي نو له دې معلومېږي چې بم ورته هېڅ تاوان نه دی کړی.)) د سیمې یو بل اوسېدونکی شاد محمد بیا له کلید سره په خبرو کې وايي، نه پوهېږي چې په برید کې څومره داعشیان وژل شوي، خو په وینا یې داعش وسلهوال د مامند درې له اسد خېلو سیمې شډل بازاره پورې راښکته شوي وو چې خلک یې ډېر زیات ځورول: ((شډل بازار کې یې خط و، دا کوم بم چې پرې وغورځېده، دلته یې غټې سمڅې وې، دوی به پکې خلک تړل او دلته به ورسره بندیان وو، تر اوسه یې موږ ته دا معلومات نشته چې څومره کسان به په کې مړه وي، خو همدا بم چې پرې غورځول شوی، همدا یې مرکز و.)) نوموړی د بم د غورځېدو کیسه هم کوي او د داعش د اسد خېلو د نظامي مرکز پر اهمیت هم یوه سرسري اشاره لري: ((له دې سمڅو نه کوم خط چې په شډل کې و، داعش هغه ته اکمالات کول، خو داعشیان اوس په دې څو ورځو کې د طیارو له ویرې همدې سمڅو ته تللي وو، بم چې کله وغورځېد، دا ځمکه يې راباندې یوړه او راوړه، زلزله یې جوړه کړه، سم قیامت راباندې هره ورځ تېریږي.))

له بم وروسته روغتيايي ستونزې
د اچين ولسوالۍ په مامندره له بم کارولو وروسته امریکايي ځواکونو سیمه په خپله ولکه کې واخیسته. حتی دويمه اوونۍ هم هېچا ته اجازه نه ورکول کېده چې سيمې ته نېژدې ورشي.
ځايي چارواکو کلید ته وویل، امریکایان په سیمه کې تحقیقات کوي، خو حقیقت دا و چې په شډل بازار کې د افغان کمانډو ځواکونو خط و او له هغې وړاندې اسدخېلو ته نږدې امریکایانو خطونه اچولي وو چې هېڅ داخلي ځواک ته هم هلته د تللو اجازه نه وه.
که څه هم چارواکو د شډل بازار ته هم خلک نه پرېښودل، خو د کلید تحقیقي ډله توانېدلې ولسوالۍ ته نږدې د ملي اردو له خط تېر شي او له شډل بازار هم دوه کیلو متره مخکې لاړ شي او هلته د خلکو په ګردجنو څېرو د اچين د بد وضعیت جاج واخلي.
شډل بازار ته نږدې مو د اسد خېلو یوه سپین سرې مېرمن نور بي بي پیدا کړه، داعشیانو له هغې خپل کور پاتې کړی و، خو اوس لکه چې د بمونو د مور کارولو له دې مور د نړۍ لیدل هم پاتې کول غوښتل، ځکه هغې شکایت درلود چې د سترګو ناروغي ورته پیدا شوې ده: ((بس دې بم خلک ړانده او کاڼه کړل، دا دی زه په سترګو هېڅ نه ګورم، پوستکي مې بخار پیدا کړی، څلور لمسيان مې هم له سترګو شکایت لري.))
له اسد خېلو له کډې سره يو ځای راوتلی یو بل کس غذیر مو د شډل بازار په سيمه کې وموند، نوموړي کلید ته وویل، د داعش وسله والو راتګ له ځايي خلکو په اسد خېلو کې ډک کورونه پاتې کړل او اوس چې پر سیمې لوی بم غورځول شوی، نو خلک له روغتيايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي: (( کله چې بم استعمال شو، زموږ کډې دلته شډل بازار شاوخوا کې اړولې وې، یوه ډېره لویه لمبه مو ولیدله، اوس مو ماشومان د شپې ډارېږي، زموږ په سیمه کې د بدن د پوستکي د خارښ تکلیف پیدا شوی دی، وړې وړې دانې په خلکو راخېژي، د ستوني تکلیفونه پیدا شوي دي، موږ سخت ډارېږو.))
پر اسدخېلو له بم غورځېدو وروسته د شډل بازار هم په کنډواله بدل شوی او انسان پکې په ګرځېدو یوه وېره احساسوي، دغلته مو له بازاره د باندې د یو ړنګ شوي دیوال سیوري ته ناست ماشوم پیدا کړ، پر ټنډه یې حسرتونه او امېدونه راټول وو، ویر یې کاوه.
دغه ماشوم ساحل نومېده او کلید ته يې وویل، د بم له غورځېدو وروسته یې روغتیا ښه نه ده، د ده په خبره د کورنۍ نور غړي یې هم ناروغه شوي دي: (( زما سترګې خوږېږي، اوښکې ترې روانې وي، لاسونه مې پوستکي هم اچوي.)) د اچین یو بل اوسېدونکی لعل ولي هم د بم له استعمال وروسته په سیمه کې پیدا شوو ناروغیو اندېښمن کړی دی: ((د بم له استعمال وروسته د رېزش، ستوني، پوټکي او سترګو ناروغۍ پیدا شوې چې زما په خپل کور کې هم ۵ ماشومان ناروغان شوي دي، دلته ډېر خلک نشته او که شته هم نو ناروغان شوي دي.)) د لعل محمد پر بدن هم وړې- وړې سرې دانې لیدل کېدې چې په خبره یې دا د بمونو د مور له استعماله وروسته پرې راختلې دي.
لعل محمد زیاته کړه، ناروغۍ یې هم قبولې دي او له خاورو سره یو ځای شوي کورونه به هم بیا جوړ کړي، خو له امنیتي ځواکونو غواړي چې د دوی له سیمې داعش وسلهوال ورک کړي.
خو د اچین ولسوال ډاکټر اسمعیل شینواری بیا دا خبره نه مني چې ګواکې د امریکا له لوري د لوی بم تر غورځولو وروسته خلکو ته روغتیايي ستونزې پیدا شوې.
اسمعیل شینواري کلید ته وویل، په هغه سیمه کې چې بم غورځول شوی، د عامو خلکو کورونه نشته او شاوخوا اوسېدونکو ته هم کومه ستونزه نه ده پیدا شوې: ((موږ ته تر اوسه داسې ناروغ نه دی راغلی چې هغه دې ووایي، له بم وروسته په کومې ناروغۍ اخته شوی دی، دا خبرې دروغ دي.))
که څه هم اسمعیل شینواري دا تایید نه کړه چې په سیمه کې د بمونو د مور له کارول کېدو وروسته روغتيايي ستونزې پیدا شوې، خو د کلید تحقیقي ډلې له خلکو سره د مرکو پر بنسټ وموندله چې د بم له کارول کېدو وروسته روغتیايي ستونزې او ناروغۍ پیدا شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي بیا وايي، چې د دوی روغتیايي ډله د عامې روغتیا وزیر په امر د اچين ولسوالۍ هغې سيمې ته تللې وه، چېرته چې د بمونو مور کارول شوی. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیالې مقدسې معراج کلید ته وویل، د عامې روغتیا ریاست په روغتیايي ډله کې، چې یادې سیمې ته تللي وو، د ولسوالۍ روغتیايي امر او د غني خېلو د روغتون یو شمېر ډاکټران و. نوموړې زیاته کړه، چې د دوی روغتیايي ډله د یادې سيمې او نږدې شاوخوا ولسوالیو اوسېدونکو سره خبرې کړې؛ خو کومه داسې بېلګه یې نه ده پيدا کړې، چې د بمونو مور له کارولو سره کوم چاته روغتیايي ستونزې پېدا شوې وې. د ننګرهار د عامې روغتیا د مرستیالې په خبره، دوی په دې اړه یو مستند راپور چمتو کړی، چې ښیي، په یاده سيمه کې چاته روغتیايي زیان نه دی رسیدلی.

اوسنی وضعیت
که څه هم فکر کېده چې د امریکا لخوا په اچین د داعش پر مرکز د بمونو د مور له غورځول کېدو وروسته به وضعیت تر ډېره کنټرول او داعش ډله به شنډه کړای شي، خو په سیمه کې د داعش وسلهوالو شتون او وخت ناوخت پرې د امریکايي ځواکونو د وړو بمونو ګوزارونه دا ثابتوي چې د ځايي خلکو اندېښنې لا کمې شوې نه دي.
د دې ولسوالۍ خلک له حکومته ګیله کوي چې د داعش پر ضد د دولت هر ځل عملیاتو ته یې خوښي څرګنده کړې، خو دا چې دولت بېرته پر شا شوی، نو دوی یې هم هر ځل مایوسه کړي دي.
دوی وايي، د لوی بم په کارولو سره یو څه ډاډه شوي چې ګواکې حکومت دا ځل د داعش پر ضد جدي دی او د دوی لپاره به دا زمینه مساعده کړي چې بېرته خپلو کورونو ته لاړ شي. د اچین د مامند درې اوسېدونکي ناظمخان کلید ته وویل، بم یې ولید چې د ماښام پر اوو بجو وغورځول شو، یوه غټه لمبه یې وکړه او بیا یې په سیمه کې له درز سره یوې لویې زلزلې ته ورته ټکانونه احساس کړل، خو وايي د دغه بم له غورځول کېدو وروسته هم داعش له خپلې راډیو اعلان کوي چې خلک ورسره یو ځای شي: ((دې خبرو په خلکو تاثیر کړی دی، په حکومت هم د خلکو باور ختم دی، تر دې وړاندې به هم قواوې راغلې، بېرته به یې سیمه پرېښوده، خلک ډارېږي چې هسې نه حکومت دا ځل هم له پرمختګ وروسته بېرته خپلې سیمې خوشې کړي او داعشیان بېرته په راښکته کېدو سره دوی ته ضرر ورسوي.)) د اچین د رغزي کلي یو قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط کلید سره خبرو کې وویل، دوی له داعش نه په تنګ دي، خو پر حکومت هم باور نه شي کولای: ((دوه کاله کېږي، چې په دې وطن مو اور بل دی، اول کې داعشیان راغلل، ویل یې له خلکو سره هېڅ کار نه لرو، خو وروسته یې بیا د انسانانو حلالول او وژل شروع کړل، کورونه یې رانه لوټ کړل، په خدای که یې هېڅ راته پرې ایښي وي.)) د رغزي کلي دغه قومي مشر زیاته کړه، ځايي خلک بل چېرته د تللو او سر خوندي کولو وس نه لري: ((بل چېرته د تګ وس نه لرو، بس دلته مرمۍ را ورېږي او واړه مو راسره پراته دي، بس نو ژوندي پاتې کېږي او مړه کېږي، دغسې روان یو. له دې نه مخکې بمونو باندې زموږ کورونه هم نړېدلي دي، زه چې څومره خبر لرم، په وروستي برید کې یې ډېر داعشیان وژلي دي.)) تر شډل بازار وړاندې مو د سيمې يو بل اوسېدونکی هم وموند، دا قومي مشر و، اصلي نوم یې ونه ښود، خو زیاته یې کړه، د داعش د ظلمونو له کبله یې دوه کاله وړاندې د اچین له شډل بازاره پېښې خوړ ته خپله کډه ایستلې ده. نوموړي زياته کړه، اوس چې سیمه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې، نو له ښاره راغلی څو خپل کور او کلی وویني: ((زما کور د اچین ولسوالۍ په شډل بازار کې و، ټول یې راته سوځولی دی اوس له دې عملیاتو وروسته راغلم او دلته مې چې دا حال وکوت نو زړه مې ښېراوې ورته غواړي، شل ورځې مخکې یې دغو خلکو ته له الوتکو ليکونه واچول چې ووځئ او دلته عملیات شروع کېږي، دا عملیات چې همداسې قوي بریدونو سره مخکې لاړ نه شي، هېڅ نه کېږي.))
یو بل ځايي اوسېدونکی ولي محمد هم ورته خبرې کوي، هغه وايي له اسد خېلو نه یې خپله کډه د داعش د ظلمونو له کبله را ایستلې ده.
ولي محمد پر امنیتی ځواکونو غږ وکړ چې خپل عملیات چټک کړي او په سیمه کې دایمي پوستې واچوي، که نه داعشیان به بېرته راستانه شي: ((کور مې اوس ډهکې ته وړی دی، له دې عملیاتو وروسته راغلم، ما ویل ته ودرېږه چې دې بوټو ته لږ اوبه ورکړو. کور یې راته سوځولی، بستره او نور د کور ټول کالي لوښي یې وړي دي.)) نوموړی د حکومت دا ځل عملیاتو ته خوشاله برېښېده او ویل یې تر دې وړاندې به چې افغان ځواکونو خپل عملیات ودرول او بېرته به ستانه شول، نو داعشیان به له راګرځېدو وروسته دوی ته په غوسه وو: ((مخکې به حکومت کورونه هم راوران کړل، داعشیان به یې وشړل بېرته به یې ورته سیمه پرېښوده، هغوی به چې راغلل موږ سره به یې ډېره بده رویه کوله.))

د ولایتي شورا غبرګون
په اچين د نړۍ د تر ټولو ستر بم کارولو د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړي غوسه کړي دي. دوی استدلال کوي چې د داعش د له منځه وړلو لپاره دومره غټ بم ته اړتیا نه وه او که رښتیا د داعش د له منځه وړلو لپاره اراده وجود ولري، نو خلک دې د داعش له ظلمونو وژغول شي او له نمايشي کارونو دې ډډه وشي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم کلید ته وویل، دا سمه ده چې ولس پر داعش بریدونه غوښتل او د داعش ځپل یې لومړۍ غوښتنه وه، خو په وینا یې دومره غټ بم ته اړتیا نه وه: ((له دې بم کارولو وروسته خلکو ته روغتيايي ستونزې پیدا شوې دي، موږ ته دې نمایشي کار نه کېږي، بلکې په عمل کې دې ولس د داعش له ظلمونو وژغورل شي، موږ ته خپلو مؤکلینو ویلي چې د ماشومانو له غوږونو وینې روانې دي.))
مسلم زیاتوي، مخکې هم په یاده سیمه کې عملیات شوي دي، خو کومه نتیجه یې ځکه نه ده ورکړې چې سیمه بېرته پرېښودل شوې ده.
مسلم زياتوي اوس چې په سیمه کې دومره لوی بم هم وکارول شو، نو باید سيمه بېرته پرېنښودل شي، که نه بیا هم داعش په سیمه خوله لګولی شي: (( امریکا او حکومت دې خلک هسې نه مصروفوي چې دغه دی غټ بم مو درته استعمال کړ. د امریکا د بمونو مور بم باندې چې کوم مصرف شوی، دا که په دې عملیاتو شوی وای، ښه به بریالي وو او خلکو ته به یې تاوان هم نه و ور اړولی، دوی خو د خلکو ژوند وګواښه.))
د ولایتي شورا وکیل اصحاب ولي مسلم دا هم وايي چې داعش وسلهوال په اچین کې په دومره شمېر نه دي چې څومره ورته تبليغات کېږي.
غوښتل مو د دغه بم د کارولو په اړه د سيمې د خلکو او د ولایتي شورا او ولسي جرګې د غړو د پوښتنو او ادعاوو په تړاو په افغانستان کې د مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پر له پسې هڅو سره سره په دې چاره ونه توانېدو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA