د پکتيکا ولايت په سرحدي برمل ولسوالۍ کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او څو تنه نور ژوبل شوي دي.
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت په دې اړه رسنيو ته وويل، دغه لس وسله وال طالبان، چې ممکن د حقاني شبکې غړي وي، تېره شپه د برمل ولسوالۍ د مرغې په شينکي نري سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې وژل شوي دي.
والي زياته كړه، په دې بريد كې، چې د وسله والو يو پټنځاى پکې په نښه شوى، څو نور کسان، چې دقيق شمېر يې معلوم نه دى، ژوبل شوي هم دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم په برمل ولسوالۍ کې د يو وسله وال طالب قوماندان د وژل کېدو او دوو نورو د ژوبلېدو خبر ورکړل شوى و.