په بدخشان ولايت كې د سېلابونو راوتو له كبله څلورو تنو خپل ژوند له لاسه وركړى، د استوګنې څو کورونه ويجاړ شوي او لسګونه څاروي له منځه تللي دي.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر سيد عبدالله دهقان وايي، ياد سېلابونه په درايم، تشکان او يفتل پايين ولسواليو کې راوتلي، چې ځاني او مالي زيانونه يې واړول.
د هغه په وينا، د زيان معلومولو او سروې ډلې سيمو ته استول شوي، چې د ولايت د بېړنيو حالاتو کمېټې ته د زيانونو په اړه رپوټ ورکړي، ترڅو د يادو ولسواليو اوسېدونکو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ور ولېږل شي.